د نیل اوبو کې لسګونه سوداني کډوال ډوب شوي

د انځور حقوق AFP
Image caption دغه کډوال له جګړو یوې امن سیمې ته پر لاره وو چې کښتۍ یې ډوب شوه.

په سوېلي سودان کې د پوځ یوه ویاند ویلي، په سپین نیل سیند کې د کښتۍ د ډوبېدو په یوه پېښه کې لږ تر لږه دوه سوه کسان وژل شوي دي.

ویل شوي، چې دغه کښتۍ په هغو مساپرو له حده زیاته بار شوې وه چې له ملکال مېنې سره نژدې سیمه کې له تاوتریخوالي په تېښته وو.

په دغه مېنه کې د حکومتي او یاغي ځواکونو ترمنځ سخته جګړه روانه ده او په تېره یوه میاشت کې درې ځلې د دواړو خواو تر منځ لاس په لاس شوی دی.

په سوېلي سودان کې وروسته له هغې نښتې پیل شوې، چې ولسمشر سلوا کییر د دغه هېواد مرستیال ولسمشر ریک مشار د کودتا کولو په هڅو تورن کړ.

ملګري ملتونه وايي، د تاوتریخوالي له پیل راهیسې په دغه هېواد کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي.

د پوځ ویاند فیلیپ اګویر وايي، دغه پېښه د تېرې یکشنبې په ورځ شوې ده.

نوموړي فرانس پرېس خبري اژانس ته ویليو چې په کښتۍ کې ۲۰۰ یا ۳۰۰ کسان سپاره وو، چې ښځې او ماشومان هم په کې وو.

ملګرو ملتونو ویلي، د سوېلي سودان د حکومت او یاغیانو ترمنځ په جګړه کې لږترلږه ۳۵۵ زره کسان بې ځایه شوي دي.

تازه نښتې د سې شنبې په ورځ د نیل په لوړه برخه کې د پراته ولایت ملکال په ځنډ کې پیل شوه.

سوېلي سودان کې د ملګرو ملتونو د مرستو مشر توبي لانزو ویلي، چې جګړه د ملکال ښار پر سر وه، چې ورسره د ملګرو ملتونو د راپور په وینا، له مېنو د خلکو د وتلو شمېر دوه برابره ډېر شو.

ملګري ملتونه وايي، شاوخوا ۱۹ زره ولسي وګړي د دوی پنډغالو ته تللي دي.

د انځور حقوق Getty
Image caption ملګري ملتونه وايي، شاوخوا ۱۹ زره ولسي وګړي د دوی پنډغالو ته تللي دي.

رپوټونه وايي، په جنوبي بور ستراتیژیک ښار کې هم جګړه روانه ده، او حکومتي ځواکونه یې د بېرته نیولو هڅه کوي.

دغه لوی ښار اوس د یاغیانو په ولکه کې دی.

خو اګویر دا ردوي، چې ګني یاغیان د پلازمېنې جوبا او بور ښار ترمنځ پر مونګالا ښار واکمن دي.

دی وايي، چې دغه ښار په بشپړه توګه د سوېلي سودان د حکومتي ځواکونو په ولکه کې دی.

اټکل دی، چې د سوېلي سودان د یاغیانو او حکومت ترمنځ د سولې خبرې د سې شنبې په ورځ په ادیسه بابا کې پیل شي.

ورته مطالب