د لبنان ختيځ کې موټر بم چاودنې څلور کسه وژلي

د انځور حقوق AFP
Image caption ويډيويي تصويرونه ښيي چې په هرمل ښار کې چاودنې شاوخوا ودانيو ته دروند زيان اړولی دی

په لبنان کې د رفيق حريري د قتل په تور د تورنو کسانو له محاکمې څو ساعته وړاندې د دغه هېواد په ختيځ کې يوې چاودنې مرګ ژوبله اړولې ده.

د لبنان خبري رسنيو راپور ورکړی، چې له چاودېدونکو توکو ډک موټر د دغه هېواد په ختيځ کې د هرمل ښار د بقاع دره کې چاودلی دی.

راپورونه کاږي چې د برید په پايله کې لږترلږه څلور کسه وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

يو شمېر راپورونه وايي چاودنه د دولتي ادارو د ودانيو مخې ته هغه مهال شوې، چې کارکوونکي خپلو دفترونو ته تلل.

د بقاع درې ډېری اوسېدونکي شيعه ګان دي، چې حزب الله پرې کنټرول لري.

د هرمل ښاروال د حزب الله له تلويزيوني چينل المنار سره په مرکه کې ويلي، چې د دغه بريد په اړه ډېر جزييات نه دي ډاګيزه شوي.

تر دې وړاندې يوه ځايي تلويزيوني چينل ويلي، چې لږترلږه دوه جسدونه د پېښې په ځای کې موندل شوي دي.

ويډيويي تصويرونه ښيي چې چاودنې شاوخوا ودانيو ته دروند زيان اړولی دی.

په وروستيو مياشتو کې لبنان د سوريې د مخالفينو او ملاتړو د نښتو شاهد دی او څو چاودنې هم په کې شوې دي.

څو اوونۍ وړاندې یوې بلې چاودنې شپږ کسه ووژل او يو شمېر نور يې ټپيان کړل.

ورته مطالب