چین تر غږ ۱۰ ځله تېز توغندی ازمایلی

د یوه تېز امریکايي توغندي کښل شوی انځور. د انځور حقوق
Image caption د یوه تېز امریکايي توغندي کښل شوی انځور.

د امریکا د دفاع وزارت ویلي چین په وروستیو کې یو داسې توغندی ازمویلی چې د غږ په پرتله لس ځلې تېزوالی لري.

په دې سره په دې ټیکنالوژۍ کې چین په نړۍ کې تر امریکا وروسته دویم هېواد ګڼل کېږي.

چین وايي دغه ټکنالوژي یې د پوځ د هغې وړتیا یوه برخه ده، چې په ډېر سرعت سره خپل هدف ژر ویشتلی شي.

د امریکا د دفاع وزارت یوه ویاند جیف پاول واشنګټن کې ویلي "موږ د چین پر دغې ازموینې خبر یو، هو کومه تبصره پرې نه کوو".

د امریکا په یوه خبري وېبسایټ کې راغلي، چین دغه ازموینه د روانې میاشتې پر نهمه نېټه ترسره کړې ده.

د چین دغه توغندی WU-14 نومول شوی دی.

وايي چې یاد توغندی د غږ په پرتله لس برابره تېزوالی لري.

خو د چین رسمي رادیو د دفاع وزارت د رسنیو د دفتر په حواله ویلي، چې "د چین له خوا دغه علمي ازموینې او څېړنې یوه عادي خبره ده، چې هېڅ هېواد ته یې ګواښ متوجه نه دی".

خو یاد شوي دفتر د دغې ازموینې د "هو" او یا "نه" په اړه تر اوسه هېڅ نه دي ویلي.

ورته مطالب