د رفیق حریري د مشکوکو وژونکو محاکمه پیل شوه

Image caption د مصطفی بدرالدین، سلیم عیاش، حسین عنسي او اسعد صبرا محاکمه د هغوی په غیاب کې ترسره کېږي.

د څلورو هغو کسانو محاکمه چې د لبنان د پخواني صدراعظم رفیق حریري په وژلو تورن دي په هاگ کې، د جرمونو په نړیوالې محکمې کې پیل شوه.

د حزب الله ډلې د دغو څلورو غړو محاکمه د هغوی په غیاب کې ترسره کېږي.

د محاکمې په پیل کې قاضي ډېویډ ريي وویل محکمې ته د مصطفی بدرالدین، سلیم عیاش، حسین عنسي او اسعد صبرا د راوستلو لپاره ټول اړین ګامونه پورته شول، خو دغه کسان نه دي نیول شوي.

یو بل پنځم مشکوک کس حسن حبیب مرعي هم کېدای شي چې وروسته په دې محاکمې کې شامل کړای شي.

د رفیق حریري زوی سعد حریري او د کورنۍ نور غړي یې په دې محاکمې کې چې د ملګرو ملتونو له خوا یې ملاتړ کېږي برخه اخلي.

په بیروت کې د بي بي سي خبریال جیم میور په خپل رپوټ کې وايي دا د خپلې بڼې لومړنۍ محاکمه ده چې په نړیوالې محکمې کې ترسره کېږي.

رفیق حریري او ۲۱ نور کسان په ۲۰۰۵ میلادي کال په یوې لویې موټر بم چاودنې کې ووژل شول.

دې وژنو لبنان د شيعه ګانو او سنیانو ترمنځ وویشۀ او د دې سبب شوې چې له دغه هېواد نه سوريايي ځواکونه ووځي.

د سوريې ځواکونه له ۱۹۷۶ میلادي کال راهیسې په لبنان کې دیره وو خو له دغې پیښې وروسته د هغوی د شتون پرضد پراخې مظاهرې وشوې چې په پایله کې یې له لبنانه ووتل.

د حزب الله ډله چې د سوریې له خوا یې ملاتړ کېږي په دې وژنو کې لاس لرل ردوي او وايي چې وژنې د امریکا او اسراییلو دسیسه وه.

خو د ښاغلي حریري پلویان یې پړه پر سوریې اچوي.

څو شیبې مخکې له هغه چې د حزب الله ډلې د څلور غړو محاکمه په هاګ کې پیل شي د لبنان په حرمل ښارګوټي کې چې نوموړې ډله په کې ډېر نفوذ لري یوه چاودنه وشوه.

په دې چاودنې کې لږ ترلږه څلور کسان او برید کوونکی وژل شوي او له ۲۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

د حرمل ښارګوټی د سوریې له شمالي پولې سره نژدي پروت دی.

ورته مطالب