'د امریکا ملي امنیت هره ورځ ۲۰۰ میلیون پیغامونه څاري'

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption سپینې ماڼۍ په تېره پنجشنبې ویلي وو، چې ولسمشر اوباما او د برتانوي حکومت مشر ډیویډ کامیرون پر دې اړه تیلیفوني خبرې هم کړې دي.

په برتانوي رسنیو کې هغه راپور خپور شوی، چې وايي د امریکا ملي امنیت اداره هره ورځ په ټوله نړۍ کې ۲۰۰ میلیون لیکلي پیغامونه زېرمه کوي.

ګارډین او څلورم خبري چینل ویلي، د برتانیا استخباراتي عناصرو دغه معلومات ترلاسه کړي دي.

دغه راپور د امریکا د مخکني استخباراتي غړي اډوارډ سنوډن د افشا شویو معلوماتو پربنسټ ترلاسه شوي دي.

د امریکا ملي امنیت ادارې بي بي سي ته ویلي، چې له لیکلو پیغامونو ترلاسه شوي معلومات "په قانوني بڼه" رایستل شوي.

اټکل دی، چې د جمعې په ورځ ناوخته د امریکا ولسمشر بارک اوباما د متحدو ایالتونو د هغو برېښنايي پروګرامونو د څار پروګرام کې بدلونونه اعلان کړي، چې له ډېر وخت راهیسې ګټه ترې اخیستل کیږي.

سپینې ماڼۍ په تېره پنجشنبې ویلي وو، چې ولسمشر اوباما او د برتانوي حکومت مشر ډیویډ کامیرون پر دې اړه تیلیفوني خبرې هم کړې دي.

د سنوډن له خا افشا شویو اسختباراتي معلوماتو کې اغلي، چې د امریکا ملي امنیت سیاله برتانوۍ اداره GCHQ په معلوماتو لټولو کې ډېره هڅه کړې، چې ګني برتانیا کې د اوسېدنکو کسانو په اړه معلومات تر ګوتو کړي.

خو GCHQ بي بي سي ته ویلي، چې فعالیتونه یې "د یوه قانوني او ثابت سیاسي چوکاټ د ننه ترسره کېږي".

"د ځانګړتیاوو ساتنه"

د انځور حقوق REUTERS
Image caption د امریکا ملي امنیت اداره وايي، دغه پیغامونه د استخباراتي موخو لپاره راغونډوي.

د ویلو ده چې د لنډو لیکلو پیغامونو څار ځانګړی پروګرام چې د Dishfire په نامه یادېږي، د اړیکه نیوونکو او هغو ځایونو په اړه معلوات څېړي، چې اړیکه ترې نیول شوې ده او بیا یې ځانګړي مالي تفصیلات څاري.

په راپور کې راغلي چې د امریکا ملي امنیت اداره د دغو معلوماتو پربنسټ توانېدلې ده، چې – د ۲۰۱۲ کال تر وروستیو پورې د کار وړ ښوول شوي،- د میلیونونو شکمنو کسانو او یا هغو چې دوی یې لټوي، په اړه ځانګړي معلومات ترلاسه کړي.

خو دغې ادارې بي بي سي ته ویلي، چې په دې کار سره دوی "د بهرنیو استخباراتي اهدافو په اړه لازم معلومات ترلاسه کوي. او په استخباراتي موخو کې ګټه ترې اخلي".