هندۍ ممثله سچترا سېن مړه شوه

Image caption سچترا په وروستیو کې تر ډېره د کلکتې پخپل کور کې اوسېده.

د بالیووډ یوه فلمي ممثله سچترا سېن د ۸۲ کلونو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له کبله مړه شوه.

نوموړې د هند په ختیځ کلکته ښار کې مړه شوې ده.

هغه تېره میاشت په روغتون کې د سینې د خرابوالي له کبله بستري شوې وه، چې د تېرې پنجشنبې پر شپه ومړه.

سېن د بالیووډ د ځينو دیوداس او اندهي په څېر فلمونو کې لوبېدلې ده.

د بالیووډ یو لوبغاړی ډیو انند چې له سچترا سره یوه فلم کې لوبېدلی هغه د بنګال د فلمونو سترګه بللې ده.

ریا او ریما سېن هم د سچترا سېن ممثلې لوڼې دي.

Image caption هغه په ۱۹۶۶ کال په (ممبي کا کابو) فلم کې له دیو انند سره ولوبېده.

سچترا د تېر دسمبر پر ۲۴ د کلکتې په یوه روغتون کې بستړي شوه.

سچترا په شکرې ناروغۍ هم اخته شوې وه.

هغې په ۱۹۵۲ کال بنګالي فلمونو کې هنري ژوند پیل کړ.

هغه په ۱۹۶۶ کال په (ممبي کا کابو) فلم کې له دیو انند سره ولوبېده.

سچترا په وروستیو کې تر ډېره د کلکتې پخپل کور کې اوسېده.