د سوریې د سولې خبرې: ناروښانه راتلونکې

د انځور حقوق Reuters
Image caption سوري اپوزسيون د امريکا ترمشرۍ د لويديځ تر سخت فشار لاندې دى چې د سولې کنفرانس کې د گډون لپاره د "هو" ځواب ورکړي.

راتلونکې اوونۍ سويتزرلنډ کې پر سوريې د سولې کنفرانس د جوړېدو په درشل په خپلو کې په ژوره توگه ويشل شوى سوري اپوزسيون نن استانبول کې جرگه کېږي چې د سولې کنفرانس کې د گډون او نه گډون په برخه کې پرېکړه وکړي.

سوري اپوزسيون د امريکا ترمشرۍ د لويديځ تر سخت فشار لاندې دى چې د سولې کنفرانس کې د گډون لپاره د "هو" ځواب ورکړي.

خو لکه څنگه چې جيم ميور په خپل دې رپوټ کې وايي سوري اپوزسيون په دې برخه کې له يوې سترې معما سره مخامخ دى.

د سوري مخالفينو د لويې ټولنې د ١٢٠ غړو له ډلې څخه ۴۴ يې لا دمخه د ژنيو له خبرو سره د مخالفت پر سر وتلي دي.

د مخالفې ټلوالې بلې مهمې جوړوونکې برخې- د سوريې ملي شورا ويلي که چېرې ټلوالې په خبرو کې د گډون پرېکړه وکړه نو دا به هم د هغې له غړيتوبه ووځي.

خو پر دوى ټولو او سيمه ييزو ملاتړو يې لکه قطر او سعودي د امريکا او نورو له خوا زور پروت دى چې هغه څه ومني چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري په خپله يوه وروستۍ بلنه کې د سوري انقلاب هدفونو ته د رسېدو يواځنى امکان وباله.

د مخالفنيو خپلمنځي تربگنيو او دې ټکي ته په پام سره چې پر ډگر بوختې لويې جگړه ييزې ډلې يوه هم عملاً له رژيم سره د خبرو پلوي نه کوي، رېښتيا خو دا ده چې که ټلواله و هم غواړي چې ورشي، لکه له چارو خبر يو کس چې وايي، ارزښت به يې لږ او استازيتوب به يې له شک سره مخامخ وي.

د سوله ييزو خبرو راښکون په خبرو کې د گډون بلنې ته د سوريې د حکومتي غبرگون تر برسېره کېدو وروسته نور هم ولوېد.

په دې کې له گډون سره موافقه شوې، خو د بلنې پر ځينو اړخونو تبصره هم راغلې او دا په کې روښانه شوې چې رژيم غواړي د ترهگرۍ د مقابلې مساله د پام په مرکز کې وي او د واک پر لېږد د غږېدو هېڅ ډول اراده نه شته.

په همدې حال کې د سوریې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې له یاغیانو سره د بندیانو تبادلې ته چمتو دي.

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر ولید معلم په مسکو کې د خبرو پرمهال زیاته کړه چې خپل روسي سیال ته یې د حلب په ښار کې د اوربند پلان وړاندې کړی دی.

ورته مطالب