'له اړتیا پرته به د اتحاديانو ټیلیفونونه نه څارو'

د انځور حقوق AP
Image caption ولسمشر باراک اوباما په خپلو خبرو کې د فراري استخباراتي قراردادي اېډورډ سنوډن یادونه هم وکړه.

د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر باراک اوباما د امریکا دننه او بهر د استخباراتي عملیاتو په اړه یو لړ اصلاحات اعلان کړي دي.

ښاغلي اوباما په واشنګټن کې د خبرو پر مهال د میلیونونو کسانو پر ټيلیفوني معلوماتو د کنټرول پای ته رسولو غوښتنه وکړه.

هغه د امریکا مشرانو او خلکو ته ډاډ ورکړ تر هغه به د هغوی شخصي ټیلیفوني خبرې نه اوري چې ریښتیني امنیتي ګواښ یې موجود نه وي.

ښاغلي اوباما د بهرنیو هېوادونو د وګړو او چارواکو د خبرو د اورېدو په تړاو د بدلون په اړه وویل:

' تر هغه چې زموږ د ملي ګټو او ملي امنیت لپاره یې اړتیا نه وي لیدل شوي موږ به د خپلو ملګرو هېوادونو د مشرانو خبرې او تیلیفوني مکالمې نه څارو. ما د ملي امنیت او استخباراتو چارواکو ته لارښونه کړې چې زموږ له ملګرو سره یو ځای کار وکړي. چې پر یو بل مو باور لا پوخ شي.'

اوباما وايي د امریکا ملي استخباراتي اده نه شي کولای د میلیونونو امریکایانو له ټیلیفونونو تر لاسه شوي معلومات له ځان سره وساتي.

دا چې دغه معلومات به چېرې ساتل کېږي، په اړه یې ښاغلي اوباما څه و نه ویل، خو د څارګرو ادارو مسوولینو لوی څارنوال ته دوې میاشتې وخت ورکړل شوی، چې په دې اړه نظر ورکړی.

له دې مخکې د امریکا متحده ایالتونو د فراري استخباراتي شنونکي اېدورډ سنوډن له لوري افشا شویو معلوماتو پر بنسټ ویل شوي وو، چې د دغه هېواد ملي امنیتي ادارې له یوه مخه، هره ورځ نژدې دوه میلیونه لنډ لیکلي پیغامونه د نړۍ له لره او بره ټولوي.

د برتانیا ګارډین ورځپاڼې او چېنل فور نیوز ویلي و, د این ایس اې پروګرام چې د 'ډیش فایر' کوډ نوم ورکړل شوی له متحده ایالتونو بهر، ټیلیفونونو هغومره ډېر هر څه ټولوي، چې کولای یې شی.

د دغو معلوماتو په وسیله وايي د ټیلیفون کاروونکو ځای معلومېدای شي او د اړیکو او بانکي حسابونو معلومات یې تر لاسه کېدای شي.

خو بل لور ته این ایس اې د خپلو فعالانو خپل سري او غیر محدودې کړنې رد کړې وې.

اوباما په خپلو خبرو کې د اېډورډ سنوډن یادونه هم وکړه. نوموړي وویل:

' هغسې، چې سنوډن کوم اسناد خپاره کړل، له کبله به یې تر راتلونکو کلونو پورې پر یو شمېر امریکايي پروګرامونو اغیز پاتې شي.'

د مدني ټولنو فعالانو یوه لور ته د دې اقداماتو په باب خوښي څرګنده کړې، خو وايي داسې یو شمېر اړخونه شته، چې په اړه یې لا زیات رغنده ګامونه پورته کېدای شوای او که داسې و نه شي، وايي د څار سسټم به ډېر اغېزمن نه شي.