جنوبي سودان ځواکونه وايي بور ښار یې بېرته نیولی

د انځور حقوق AFP
Image caption يوه اوربند ته د رسېدو په موخه په ايتوپيا کې خبرې روانې دي.

د جنوبي سودان پوځ وايي د بور ستراتيژيک ښارګوټی يې له ياغيانو بېرته نيولی دی. د يوګانډا پوځ ويلی دوی د دغه ښارګوټي بېرته نيلو عملياتو سره مرسته کړې، په داسې حال کې چې د ياغيانو يوه وياند ويلي ځواکونو تکتيکي شاتګ کړی دی. بور چې د جونګلي ايالت مرکز دی، د يوې مياشتنۍ جګړې اوږدو کې څو واره لاس په لاس شوی دی.

د روانې میاشتې لومړیو کې د جنوبي سودان حکومت ویلي و د بور ستراتيژيک ښار د بېرته نيولو لپاره يې زرګونه امنيتي ځواکونو چمتو کړي دي.

له دندې ګوښه کړای شوي مرستيال ولسمشر رېک مچار هغه مهال پرېکړه کړې وه، د جانګلي ايالت مرکز چې له پلازمېنې جوبا نه کابو ۲۰۰ کيلومتره شمال ته پروت دی، د هر ډول ګواښ پر وړاندې ساتي.

په همدې وخت کې يوه اوربند ته د رسېدو په موخه په ايتوپيا کې خبرې روانې دي. د جنوبي سودان شخړه د ياغيانو او حکومت ترمنځ د تېر دسمبر پر ۱۵ مه پيل شوه، ولسمشر سلوا کيېر خپل پخوانی مرستيال رېک مچار د کودتا پر پلانونې تورن کړی، يو داسې تور چې ښاغلی مچار يې ردوي.

ورته مطالب