ايران د يورانيمو بډايول ٥ سلنې ته ټيټ کړل

د انځور حقوق AP
Image caption د نټنز په اټومي بټۍ کې لگول شوي سنترفيوجونه ( د يورانيمو چاڼوونکي) لرې کړل شوي دي.

د ملگرو ملتونو اټومي څارنې اداره وايي ايران ديورانيمو بډاينې کچې ټيټول پيل کړي دي.

ايراني چارواکو دا گام د هغې معاملې له مخې پورته کړى چې له امله به يې پر دغه هېواد نړيوال اقتصادي بنديزونه هم کم کړل شي.

د ايران په تلويزيونو کې د خپرو شويو رپوټونو له مخې د نټنز په اټومي بټۍ کې لگول شوي سنترفيوجونه ( د يورانيمو چاڼوونکي) لرې کړل شوي دي.

د ايراني چارواکو دغه اقدام د هغې هوکړې برخه ده چې تېر نومبر له روسيې، امريکا، چين او اروپا سره وشوه.

اروپايې ټولنې اوس د ايران دغې کړنې ته په غبرگون پر دغه هېواد ځينې لگېدلي اقتصادي بنديزونه پورته کړل.

پر ايران د لگېدلو بنديزونو د نرمېدا په برخه کې د اروپايي ټولنې دغه پرېکړه په بروکسل کې د نوموړې ټولنې د بهرنيو چارو وزير له خوا شوې او ټاکل شوې چې نن پلې شي.

له دې سره به ايران ته لاره پرانېستل شي له پترولو او غازو د ترلاسه شويو کيمياوي توکو صادرات بهر ته بيا پيل کړي، چې له دې سره به يې اقتصاد ته ميلياردونه ډالر گټه ورسېږي.

له ٢٠٠٦ م کال راهيسې پر ايران اقتصادي بنديزونه لگول شوي دي.

د اټومي انرژۍ د څار نړېوالې ادارې په يوۀ پټ رپوټ کې چې بي بي سي تر لاسه کړې، تاييد شوې چې سر له ننه د نټنز او فوردو په بټيو کې يورانيم له پنځو سلنو ډېر نه بډايه کېږي.

بل لوري ته ايران د هغو زيرمه شويو يورانيمو اوبلنول هم پيل کړي چې له ٢٠ سلنې ډېر بډايه شوي وو.

له دغې اټومي معاملې نه موخه اټومي وسلو ته د ايران د لاسرسي مخنيوى دى، خو ايراني چارواکو تل ټينگار کړى چې اټومي پروگرام يې سوله ييزو موخو لپاره دى.

د ايران د اټومي پروگرام پر سر دغه معامله د ايراني او د نړى د شپږو ځواکمنو هېوادونو د مرکچيانو ترمنځ، له څو مياشتنيو پټو خبرو اترو وروسته وشوه.

ورته مطالب