امريکا : له واکه ولسمشر اسد لرې کېدل يوه اړتيا ده

سوريه کې زندانيان ځورول شوي او وژل شوي

د امريکا متحده ايالاتونو ویلي، هغه زرگونه انځورونه چې د ادعا له مخې د سوري رژيم په زندانونو کې د بنديانو ځورول او وژل ښيي يوځلي بيا د اسد رژيم واک پاى ته رسولوپ ر اړتيا ټينگار کوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوې وياندې ماري هارف وويل د نړيوالو پلټونکو په رپوټ کې څرگند شوي دغه انځورونه په پراخ او پرله پسي توگه سوريه کې د خلکو د حقونو ترپښولاندې کول ښيي.

په همدې حال کې سويزرلند کې د سولې په کنفرانس کې د گډون لپاره د سوري اپوزسيون ورغلي يوه استازي نړيوالې جنايي محکمې ته د سوري ولسمشر اسد او رژيم د درولو غوښتنه کړې ده.

د سوريې د ملي ټلوالې عمومي منشي بدر جاموس د نړيوالو پلټونکو رپوټ ته په غبرگون کې وويل دوى يوازې او يوازې له واکه د اسد رژيم لرې کېده غواړي.

" زه هيله من يم چې سوريه کې خلک پرموږ بشپړ باورولري. موږ دلته راغلي يو چې د خپلو خلکو هيلې ترسره او د سوري انقلاب موخې ترلاسه کړو.

موږ يوازې او يوازې له واکه د اسد لرې کېدل غواړو .

د ځورولو په اړه تېره ورځ خپره شوي ويډيو دا ښيي چې سوري رژيم څه ډول جنايتونه ترسره کړي دي. دغه رژيم نړيوالې جنايي محکمې له استولو پرته بله وړتيا نه لري."

دغه څرگندونې وروسته له هغه کېږي چې له سوريې څخه تښتيدلي يوه حکومتي عکاس د خلکو د ځورولو اووژلو انځورونه بهرته ولېږدول.

دغه عکسونه د ١١٠٠٠بنديانو جسدونه ښيي چې په حکومتي زندانانو کې تر ځورولو وروسته په ډېرې بيرحمۍ سره وژل شوي دي.

تردې وړاندې د دمشق پوهنتون د ستراتيژيکو مطالعاتو مرکز پروفيسور او د سوري حکومت وياند بصام ابو عبدالله دغه ادعاوې رد کړي . هغه د دغو انځورونو کره والى ترپوښتنې لاندې راوستل

" لومړى زه نه پوهېږم چې دوى دغه معلومات او انځورونه له کومه کړي دي.دويم داچې موږ کولى شو چې له يوټيوب څخه دوى ته خورا ډېر انځورونه ورکړو.

پوهېږي ! کله چې تاسو غواړي چې د يوه څه په اړه پلټنه وکړي او که رښتيني پلټنه وي نو ډېر کار ته اړتيا لري. زه نه پوهېږم چې دغه عکسونه د همدې سړي دي او که د نورو ، او آيا دغه عکسونه سوريې کې دننه اخيستل شوي او که له هغه بهر "

ښاغلي ابو عبدالله وويل د قطر په گډون لوى جنتايکاران هغه دي چې د ياغيانو ملاتړ کوي.

په سوري زندانانو کې د زرگونو زندانيانو د ځورولو اووژلو د انځورونو د راوتلو جنجال داسې مهال رادبره شو چې نن به سويزرلند کې د سوريې د سولې کنفرانس پيل شي.

د سوري حکومت او مخالفانو توپيري دريځونو ته په کتو سره شنونکى وايي گرانه ده چې کنفرانس کې دې سوريې روانې لانجې د حل يو ه بيړنۍ لار راو وځي.

ورته مطالب