د سوريې سولې کنفرانس جینیوا کې پیل شو

د انځور حقوق AFP
Image caption دغه کنفرانس سویټرزلنډ کې د چهارشنبې په ورځ پیل شو.

د سوریې سولې کنفرانس سویټزرلنډ کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون په هغه غوښتنه پیل شوي، چې وايي دغه هېواد کې د سیاسي حل لپاره د مثبتو خبرو هیله کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري په ګډون د بېلو هېوادونو څلوېښت بهرنیو چارو وزیران د سویټزرلنډ دغه غونډه کې ګډون کړی.

جان کیري وايي د سوريې ولسشمر بشارالاسد په واک کې د پاتې کېدو لپاره هر جواز له لاسه ورکړی او باید واک پرېږدي.

د سوریې بهرنیو چارو وزیر ولید المعلم وايي یوازې د سوريې خلک حق لري، چې خپل ولسمشر وټاکي. د سوریې لویې اپوزېسیون ټلوالې مشر احمد الجربا په وینا دوی نه شي کولای د لږکۍ حکومت په هېواد کې ومني او د یوه پراخ بنسټه حکومت غوښتنه کوي.

دغو خبرو پیل ته له ډېرې مودې راهیسې انتظار کېده.

مذاکراتو کې د ټولو اپوزېسیونډلو د ګډون لپاره خوار ډېرې ديپلوماتیکې هلې ځلې وشوې، خو لا هم ټول لوري دغو خبرو کې ګډون کولو ته نه دي چمتو شوي.

د سولې دغه خبرې به پراخو مراسمو په ترڅ کې د ملګرو ملتونو په مشرتابه پیل شي او د جګړې پای ته رسولو او مرستو ته د خلکو لاسرسي په څېر مسایلو به، چې ټاکل شوې د جمعې له ورځې پیل شي، خبرې وشي.

Image caption د څلوېښتو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د سوریې سولې کنفرانس کې ګډون کړی.

د سوريې حکومت او د مخالفانو تر ټولو لوی اییتلاف یې له خپلو نړیوالو متحدینو سره یو ځای دغه کنفرانس کې، چې جینیوا ۲ نوم ورکړل شوی برخه اخلي.

هغه مهم ټکی، چې دغو خبرو کې یو لوری هم په ظاهره ترې په شا کېدونکی نه ښکاري، د ولسمشر بشارالاسد راتلونکی دی.

د کنفرانس له پیل سره سم اختلافونه هغه مهال خورا څرګند معلومېدل، چې په یوه رپوټ کې د سوري حکومت له لوري د پراخو وژنو او ځورونو ادعا وشوه.

دغه کنفرانس به په مونتریوکس ښار ګوتي کې د چهار شنبې په ورځ پیل شو او تر دوو ورځو وروسته پورې به جینوا کې دوام وکړي.

د سوريې جګړې کې تر اوسه نژدې ۱۰۰ زره کسانو ژوند له لاسه ورکړی.

بل لور ته د امريکا متحده ايالاتونو ویلي، هغه زرگونه انځورونه چې د ادعا له مخې د سوري رژيم په زندانونو کې د بنديانو ځورول او وژل ښيي يوځلي بيا د اسد رژيم واک پاى ته رسولوپ ر اړتيا ټينگار کوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوې وياندې ماري هارف وويل د نړيوالو پلټونکو په رپوټ کې څرگند شوي دغه انځورونه په پراخ او پرله پسي توگه سوريه کې د خلکو د حقونو ترپښولاندې کول ښيي.

پر سوري حکومت د زرګونو زندانیانو وژلو تورونه لګېدليم م ایران نه جینیوا خبرو ګډون بلنلیک بېرته واخیستسوري اپوزېسیون خبرو کې ګډون کولو ته چمتو دی

په همدې حال کې سويزرلند کې د سولې په کنفرانس کې د گډون لپاره د سوري اپوزسيون ورغلي يوه استازي نړيوالې جنايي محکمې ته د سوري ولسمشر اسد او رژيم د درولو غوښتنه کړې ده.

د سوريې د ملي ټلوالې عمومي منشي بدر جاموس د نړيوالو پلټونکو رپوټ ته په غبرگون کې وويل دوى يوازې او يوازې له واکه د اسد رژيم لرې کېده غواړي.

"موږ يوازې او يوازې له واکه د جنايتکاره اسد لرې کېدل ، د رژيم بدلون او عدالت ته د وژونکو ودرول غواړو "

" زه هيله من يم چې سوريه کې خلک پرموږ بشپړ باورولري. موږ دلته راغلي يو چې د خپلو خلکو هيلې ترسره او د سوري انقلاب موخې ترلاسه کړو.

موږ يوازې او يوازې له واکه د اسد لرې کېدل غواړو .

د ځورولو په اړه تېره ورځ خپره شوي ويډيو دا ښيي چې سوري رژيم څه ډول جنايتونه ترسره کړي دي. دغه رژيم نړيوالې جنايي محکمې له استولو پرته بله وړتيا نه لري."

دغه څرگندونې وروسته له هغه کېږي چې له سوريې څخه تښتيدلي يوه حکومتي عکاس د خلکو د ځورولو اووژلو انځورونه بهرته ولېږدول.

دغه عکسونه د ١١٠٠٠بنديانو جسدونه ښيي چې په حکومتي زندانانو کې تر ځورولو وروسته په ډېرې بيرحمۍ سره وژل شوي دي.

سوري زندانانو کې د زرگونو زندانيانو د ځورولو اووژلو د انځورونو د راوتلو جنجال داسې مهال رادبره شو چې نن به سويزرلند کې د سوريې د سولې کنفرانس پيل شي.

د سوري حکومت او مخالفانو توپيري دريځونو ته په کتو سره شنونکى وايي گرانه ده چې کنفرانس کې دې سوريې روانې لانجې د حل يو ه بيړنۍ لار راو وځي.

ورته مطالب