روسي پوليس د مشکوکې ځانمرگې لټون کوي

د انځور حقوق AFP
Image caption روزانا ابراهيموا ٢٣ کاله عمر لري او د شمالي قفقاز د داغستان سيمې اوسېدونکې ده.

د روسيې پوليس په سوچي ښار کې د يوې مېرمنې لټون کوي چې ويره ده ښايي يو ځانمرگى بريد پلانوي.

د سوچي ښار به راتلونکې مياشت د اولمپيک د ژمنيو لوبو کوربه وي، او پوليسو د دغه ښار گرد چارپېره شته ميلمستونو نو کې د يادې مېرمنې انځورونه لگولي چې پرې ليکل شوي، پوليس يې په لټه کې دى.

دغه مېرمنه چې روزانا ابراهيموا نومېږي ٢٣ کاله عمر لري، او د شمالي قفقاز د داغستان سيمې اوسېدونکې ده.

باور دى چې نوموړې به د يوۀ اسلامپالي اورپکي کونډه وي.

فکر کېږي چې روزانا ابراهيموا د روانې مياشتې په لومړيو کې سوچي ښار ته ننوتې، او له هغو سختو امنيتي تدابيرو نه په څنگ تېره شوې چې د لوبو په درشل کې نيول شوي دي.

د پوليسو له لوري له دوو نورو ځړول شويو پوسترو نه دا په ډاگه کېږي چې په سيمه کې دوه نورې باالقوه ځانمرگې بريدگرې هم آزادې گرځي.

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د اولمپيک په تاريخ کې تر ټولو لوى امنيتي عمليات پيل کړي او په خپله يې د هغو ځايونو جاج اخيستى چې عمليات په کې روان دي.

په سيمه کې ٣٠٠٠٠ پوليس او د کورنيو چارو وزارت ځواکونه ځاى پر ځاى شوي، او سيمې ته لاسرسى هم محدود کړى شوى.

سپينه ماڼۍ وايي ولسمشر اوباما هم له کرملېن سره په ټيليفوني خبرو کې له امنيتي اړخه د اولمپيک سياليو د خوندي کولو په لړ کې د امريکا د بشپړې مرستې وړانديز کړى.

د فبرورۍ پر اوومې، د اولمپيک د لوبو د پيل پر مهال به دوه امريکايي جنگي بېړۍ په تور سمندر کې د تيارسئ په حال کې وي.

امنيتي اندېښنې وروسته له ډېرې شوې چې د تېر دسمبر پر ٢٩ او ٣٠ د والگا گراډ په ښار کې دوو ځانمرگو بريدونو ٣٤ کسان ووژل.

ورته مطالب