مصري چارواکي په بشري سرغړونو تورن شوي دي

Image caption په تېر اګست کې د مظاهره چيانو د ځپلو پر مهال د محمد مرسي نژدې ۵۰۰ ملاتړي ووژل شول

د بخښنې نړیوال سازمان امنسټي انټرنشنل مصري چارواکي د مخالفينو په ځپلو او بشري حقونو تر پښو لاندې کولو په تړاو تورن کړي دي.

د امنسټي انټرنشنل په یوه تازه راپور کې ویل شوي، تېر کال جولای میاشت کې د پوځ له لوري د اسلامپاله ولسمشر محمد مرسي د حکومت له ړنګولو راهیسې په سیاسي اړودوړ کې ۱۴۰۰ کسان وژل شوي دي.

په راپور کې ویل شوي، په هغه بې ساري خونړي اقدام کې چې د تېر اګست میاشت کې په پلازمېنه قاهره کې د محمد مرسي پلویانو د احتجاجي کمپ د نړولو پر مهال وشو د هغوی ۵۰۰ کسه ووژل شول.

مصري چارواکو چې د پوځ ملاتړ ورسره دی، دمګړۍ د دغه راپور په باب څه نه دي ویلي.

د تېر اګست مياشتې په ۱۴مه د چارشنبې په ورځ پوځ د محمد مرسي په ملاتړ د راغونډو شویو زرګونه کسانو د خورولو لپاره له زوره کار واخيسته.

داسې راپورونه ورکړای شول چې د تاوتريخوالي په دغو څپو کې د ښاغلي مرسي نژدې ۵۰۰ ملاتړي ووژل شول.

راپورونو کې راغلي و، چې د پوليسو او مظاهره چيانو ترمنځ نښتو کې تر ۳۰۰۰ زیات نور کسان ټپیان دي.

د وژل شویو په منځ کې ۴۳ پولیس هم شامل دي.

خو اخوان المسلمين د چارشنبې په ورځ په قاهره کې د اعتراض کوونکو د کمپونو د نړولو پر مهال د خپلو ۲۰۰۰ پلويانو د وژل کېدو ادعا وکړه.

په پلازمېنه قاهره کې تاوتريخوالی د احتجاج کونکو د کمپونو له نړولو وروسته پیل شو.

ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې د مظاهره چيانو وژل کېدل وغندل او له مصري چارواکو يې وغوښتل چې د مظاهره چيانو پر وړاندې له زوره کار وانخلي.

ورته مطالب