هند کې ۱۲ سړيو پر يوې ښځې جنسي تېری کړی

د انځور حقوق AP
Image caption په هند کې د جنسي تيريو پر ضد بیا بیا مظاهرې شوي دي

د هند په غربي ایالت بنګال کې ۱۲ سړيو پر یوې ښځې جنسي تېری کړی دی.

ظاهرآ دغه تېری د کلیوالو سپین ږيرو په خوښه شوی، چې له یوه سړي سره یې د دغې مېرمنې پر ناروا جنسي اړیکو اعتراض درلود.

پولیسو ۱۲ تېري کونکي او د کليوالي شورا مشر نیولي دي.

۲۰ کلنه مېرمن، چې تېری پرې شوی په خورا جدي روغتیايي حالت کې په روغتون کې بستري شوې ده.

پولیس وايي دغه جوړه، چې د بېلو قبیلو اړوند دي، له یوه بل سره د مینې کولو له کبله مجرم بلل شوي وو.

خو د تېري کولو امر بیا له دې امله ورکړل شوی و، چې د ښځې کورنۍ د تاوان ورکولو توان نه درلود.

حکومت په وروستیو کې له یو شمېر لويو پېښو وروسته د جنسي زورزياتي د مخنیوي قوانین سخت کړي دي.

د جنسي تېري دا پېښه له هغه څو ورځې وروسته کېږي، چې په پلازمېنه ډيلي کې پر یوې بهرنۍ سيلانۍ هم ډله ييز جنسي تېری شوی و.

هندي پوليسو ويلي و، دغې ښځې د هغه هوټل لار ورکه کړې وه، چې دا په کې اوسېده.

له تېري وروسته دې د هوټل چلوونکي ته خپله کېسه کړې وه او نوموړي پرې پولیس خبر کړي وو.

ورته مطالب