سوریې د انتقالي حکومت طرحه رد کړه

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ژنیوا په خبرو کې د سوري حکومت استازو ویلي، چې د انتقالي حکومت د طرحې مخالف دي.

د سوریې د اطلاعاتو وزیر عمران الزعبي خبریالانو ته ویلي چې "موږ (حکومت) جوړ بنسټونه لرو، انتقالي حکومت به د حکومت بنسټونه ړنګوي، او یا به هېڅ بنسټ نه لري".

په ژنیو کې د سوریې حکومت او مخالفین د لومړي ځل لپاره د مخامخ خبرو لپاره غونډېږي.

د ژنیو په دویم کنفرانس کې د دوی د غونډېدو هدف په سوریه کې د درې کلنې جګړې د پای ته رسول دي.

رویټرز خبري اژانس د ځینو دیپلوماتیکو سرچینو په حواله ویلي، چې دواړې غاړې "به په دوه ورځني کنفرانس کې حمص ته د بشري مرستو پر رسولو وغږیږي".

حمص د حکومتي ځواکونو او مخالفانو له لوري کلابند شوی دی.

د سوریې حکومتي پلاوي په ژنیو کې د سولې کنفرانس ته ګواښ کړی او ویلي یې دي که تر شنبې (جنورۍ ۲۵مه) پورې د سولې "جدي" خبرې پیل نه شي نو د سولې له خبرو به ووځي.

د بهرنيو چارو وزير وليد معلم د سوريې پر دولتي رسنيو د ملگرو ملتو له مرکچي- لخدر براهيمي سره د خپل پلاوي تر کتنې وروسته دا گواښ واوراوه.

ټاکل شوې وه ښاغلى براهيمي د جمعې په ورځ ناوخته د سوريې د حکومت له مخالفينو سره جلا کتنه ولري.

د انځور حقوق Reuters
Image caption اخضر ابراهیمي د دواړو غاړو له مخامخ خبرو مخکې له سوري حکومت او ټلوالې سره غږېدلی دی.

مخالفينو ويلي تر هغو به له حکومتي پلاوي سره مخامخ ونه گوري چې دوى پر ٢٠١٢ کال د ژنيو د مخکني کنفرانس اعلاميه ونه مني چې په کې د يوه انتقالي حکومت د جوړېدو غوښتنه شوې وه.

د سوريې د ولسمشر بشارالاسد سياسي سلاکارې- ډاکټرې بثینه شعبان وويل چې د سوريې حکومت دغه کار لا دمخه تر څه ځايه کړى دى:

"همدا چې دلته راغلي يو، مانا يې دا ده چې د ژنيو له لومړنۍ غونډې نه ځينې راوتلي ټکي مو منلي دي. ځکه چې دا نه انجيل دى او نه قرآن دى. د ژنيو- يو پرېکړې د ٢٠١٢ په جون کې چمتو شوې وې، خو اوس دا دى د ٢٠١٤ کال جنوري ده. پخپله په هېواد کې ډېر بدلونونه راغلي دي. زموږ لپاره تر ټولو مهمه د داسې يوه ميکانيزم موندل دي چې په هېواد کې ترهگري ودروي، داسې سياسي بهير را پيل کړي چې سولې او امنيت ته لار پرانيزي او سوري ولس پرېږدي چې خپل برخليک پخپله وټاکي."

خبريالان وايي خبرې له هماغه پيله په ستونزو کېوتې وې، ځکه چې دواړه لوري پر خپلو دريځو ټينگ ولاړ وو.

کړکیچ

د سوريې کړکېچ د ملگرو ملتو د شمېرو له مخې تر ۱۰۰ زرو ډېر سرونه خوړلي دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د سوریې د بهرنیو چارو وزیر ویل که تر سبا د سولې "جدي" خبرې پیل نه شي د سولې له خبرو به ووځي.

دغه راز نهه نيم ميليونه وگړي دې کړکېچ له خپلو کورونو څخه وتلو ته اړ کړي چې ورسره دننه په سوريه او گاونډيو هېوادو کې يو لوى بشري کړکېچ رامنځته شوى دى.

د ژنيو له خبرو سره سره، د جمعې په ورځ هم پر ځمکه جگړې روانې پاتې شوې دي.

حکومتي ځواکونو، د بشري حقونو د يوې برتانيا مېشتې څار ډلې په وينا، د ادليب په شمالي ښار کې د مخالفينو پر مورچلو گوزارونه کول.

دا د ژنيو د غونډو درېيمه، خو د خبرو د عملي پيل لومړۍ ورځ وه.

په لومړي سر کې د دواړو لورو ترمنځ د گډې غونډې هيلې وې، خو وروسته روښانه شوه چې ښاغلى براهيمې به له هر يوه سره جلا جلا گوري.

هره خوا، هابله د دې ماتې پړه بولي.

ورته مطالب