برما:بریدونو کې'۳۰ روهینګیا مسلمانان 'وژل شوي

د انځور حقوق bbc
Image caption د تشدد له پېښو وروسته لسګونه زره روهنګیا مسلمانانو د کډوالي حالت کې پاتې شوو او اوس هم یو شمېر په کمپونو کې اوسي.

بي بي سي ته رسېدلي رپوټونه ښيي، چې تېره اونۍ د برما راخین ایالت کې د بودایانو بریدونو کې له ۳۰ ډېر روهینګیا مسلمانان وژل شوي دي.

دوه بهرني چارواکي، چې دغې سیمې ته د تګ اجازه ورکړله شوې وايي، سیمه کې یې په پراخه کچه د وژنو ثبوتونه لیدلي.

د بشري حقونو ډلې ( فورټي فای رایټس ) ادعا کوي، چې تېره اونۍ پرله پسې بریدونه شوي.

بل لور ته حکومت او ځايي چارواکو د وژنو تورونه په کلکه رد کړي دي.

تازه پېښه تېره میاشت د برما راخین ایالت یوه کلي کې د پولیسو او روهینګیا مسلمانانو تر منځ د نښتو له رپوټونو وروسته رامنځ ته شوې.

رپوټونو کې ویل شوي، اړودړ د هغو اوازو له خپرېدو وروسته پیل شو، چې ویل کېدل یو شمېر روهینګیا مسلمانان د بنګله دېش پولې اوږدو کې د تېښتې پر مهال وژل شوي دي.

غچ اخیستنه

هغه مهال حالت نور کړکېچن شو، چې د یوه پولیس بې درکه کېدو په باب رپوټونه خپاره شول او داسې باور کېده، چې دغه پولیس وژل شوی دی.

رپوټونو کې ویل شوي، چې ځايي بودایانو د پولیسو په مرسته یوه ځايي کلي 'دو یار چار تان' کې غچ اخیستنه کې برخه واخیسته.

برما کې د بي بي سي خبریال جوناح فشر وايي د یوه محتاط اټکل له مخې د وژل شویو شمېر ۳۰ کسه دی.

نورو رپوټونو کې داسې هم ویل شوي، چې د ښځو او ماشومانو په شمول دغه پېښه کې ۷۰ کسان وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د خیریه مرستو مشرې ویلري اموس د برما له حکومت غوښتي، چې مرستندویانو ته زیانمنې سیمې ته د تګ اجازه ورکړي، چې سملاسي د دغې پېښې په اړه څېړنه پيل شي.

د ۲۰۱۲ کال پېښې

د ۲۰۱۲ کال په جون کې، برما کې د مسلمانانو او بودایانو تر منځ نښتو کې له ۲۰۰ ډېر کسان ووژل شول او زرګونه نور اړ شول، چې خپل کلی کور پرېږدي.

زموږ خبریال وايي، روهینګیا مسلمانانو په باب تصور داسې دی، چې بې وطنه دي او برما او ګاونډی هېواد بنګله دېش يې خپل نه بولي.

د تشدد له هغو پېښو وروسته لسګونه زره روهینګیا مسلمانان د کډوالي حالت کې پاتې شوو او اوس هم یو شمېر په کمپونو کې اوسي.

د ۲۰۱۳ کال اوږدو کې هم د برما نورو برخو کې د مسلمانانو پر ضد د تاوتریخوالي پېښو لړۍ خال خال روانه پاتې شوه.

ورته مطالب