د سوريې په باب د سولې رسمي خبرې پیلېدونکې دي

Image caption منځګړي غواړي چې د سوریې حکومت او مخالفین یې د نن ورځې په ورستیو کې مخامخ خبرې سره وکړي.

د سوريې درې کلنې جګړې کې شکېل لوري نن جینوا کې لومړی ځل رسمي خبرې پیلوي.

د سوري حکومت او مخالفانو استازي به یې لومړی د نړیوالې ټولنې استازي لخدار براهیمي د پرانیستونکې وینا پر مهال یوه صالون کې ناست وي، خو وروسته به بېلو کوټو ته لاړ شي او د ښاغلي براهیمي په منځګړیتوب به خبرو ته دوام ورکړي.

د خبرو ګډونوال لوېدیځ دیپلوماتان وايي ډېره اندېښنه له خبرو نه د یوه لوري نه وتلو په باب ډاډ تر لاسه کولو په اړه ده.

راتلونکي کې د ولسمشر بشارالاسد د رول په اړه د دواړو لوریو تر منځ لا هم ژور اختلاف موجود دی.

بل لور ته یوه لوړي پوړي روسي چارواکي بي بي سي ته ویلي دا مهال له ولسمشر اسد پرته بل هېڅوک د سوریې چارې پر مخ نه شي بیولای.

په داسې حال کې چې د سوریې جګړې کې ښېکلې مخالفې ډلې په سویټزرلنډ کې د سولې راتلونکو خبرو لپاره چمتوالی کوي، د روسیې د لومړي وزیر مرستیال ارکادي دوویرکویچ بي بي سي ته ویلي جګړه د قدرت لپاره وه، نه د دیموکراسۍ لپاره.

هغه وویل، د مصر او لیبیا مشرانو پرځولو پای بدبختي وه، حال دا چې روسیه د ثبات غوښتونکې ده. منځګړي غواړي چې د سوریې حکومت او مخالفین یې د نن ورځې په ورستیو کې مخامخ خبرې سره وکړي، خو دا لا روښانه نه ده چې دوی به خبرې وکړي که نه؟

ښاغلي ارکادي وویل:

' اوس مهال زه او زما همکاران هېڅ داسې بل کس نه وینو چې د دې هېواد چارې سمبال کړي، دا آسانه خبر ده چې ووایو یو کس دې له دندې لېرې شي، خو څوک به یې ځای ونیسي؟ په لیبیا او مصر کې څوک واک ته ورسېدل؟ په ټولو دغو ځایونو کې موږ د ناورین شاهدان وو. '

د سې شنبې په ورځ چې د دغه کنفرانس لومړۍ ورځ وه، د ولسمشر بشارالاسد حکومت او مخالفانو ترمنځ یې خورا پراخ واټن څرګند شو.

د سوريې حکومت لويې مخالفې ډلې، ملي ایتلاف مشر احمد جربا له دې مخکې ويلي، چې ولسمشر اسد بايد واک پرېږدي او د ده په رژيم کې ټول بايد محاکمې ته چمتو شي.

د ایران نه ګډون

خو بل خوا په ملګرو ملتونو کې د سوريې استازي بشر الجعفري ګېله وکړه چې په روانو خبرو کې توازن نه شته، ځکه ايران ته په کې بلنه نه ده ورکړله شوی او ډېری هغه هېوادونه رابلل شوي، چې د سوري حکومت مخالف دي.

بل لور ته د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي د سوریې بحران د حل غوره لار دغه هېواد کې د رڼو او ازادو ټاکنو تر سره کېدل دي.

د سویټزرلنډ په ډاووس کې د نړیوال اقتصادي فورم غونډې څنډه کې د خبرو پر مهال نوموړي وویل، یوازې د سوریې خلک باید د بهرنیو قوتونو له اغېز پرته د خپل هېواد راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي.

ډاوس ته له تلو مخکې حسن روحاني وویل له هغه وروسته چې ملګرو ملتونو يې د جینیوا دوه نومي سوريې سولې کنفرانس کې هېواد ته ورکړل شوی بلنلیک بېرته واخیست، دغه کنفرانس ناکام کړل شو.

ملګري ملتونه وايي ایران په سوریه کې د یوه موقت حکومت رامنځ ته کېدو برالا غوښتنې ملاتړ کول رد کړل.

ورته مطالب