چينايي فعال په څلور کاله بند محکوم شوی

د انځور حقوق AP
Image caption ښاغلی ژيونګ تېر کال په جولای مياشت کې ونيول شو

په بیجینګ کې یوې محکمې د بشري حقونو یو فعال شو ژیونګ د عامه نظم د ګډوډولو په تور په څلور کاله بند محکوم کړی دی.

ښاغلی شو چې د حقوقو استاد دی له فساد سره د مبارزې د نویو اوسېدونکو غورځنګ په نوم خپلو فعالیتونو په ترڅ کې د کمونست ګوند له چارواکو غوښتي چې خپلې شتمنۍ ډاګیزه کړي.

د ښاغلي شو وکیل وړاندې تر دې بي بي سي ته ویلي و، د هغه د ګرم پیژندلو تمه لري او د استیناف غوښتنه به وکړي.

امریکا د محکمې پر مهال ښاغلی شو یو سیاسي بندي بللی دی او د هغه د خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده.

تېره اوونۍ له شو ژيونګ سره يو شمېر نور فعالين هم محاکمه شول، چې بشري حقونو د دغو محاکمو په اړه اعتراض وکړ.

ښاغلی ژيونګ تېر کال په جولای مياشت کې ونيول شو او تر هغه چې د تېرې چارشنبې پر ورځ يې محاکمه پيل شوه، په کور کې نظر بند و.

د چين د حکومت د سر سر يو شمېر چارواکو او د واکمن ګوند لوړپوړو غړو په يو شمېر هېوادونو کې شرکتونه ثبت کړي، چې د ماليې له تېښتې سره مرسته کوي.

ښاغلی شو تر دې وړاندې په ۲۰۰۹ کال کې د ماليې د نه ورکولو په تور نيول شوی و، چې وروسته دغه تور ترې لرې شو.

په چين کې د هغو کسانو لپاره چې د عامه نظم د ګډوډولو تور پرې سم راوخيژي پنځه کاله سزا ټاکل شوې ده.

ورته مطالب