د سوري بندیانو د خوشي کولو پر سر بحث

د انځور حقوق AFP
Image caption د حکومت مخالفانو ټینګار کړی، چې حکومت باید د ژنیوا ۱ پر معاهدې ودرېږي، چې سوریه کې د انتقالي حکومت جوړېدل په کې راغلي دي.

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي اخضر براهیمي ویلي، د سوریې دواړې ښکېلې غاړې "شاید د هغو کسانو د خوشي کولو په اړه وغږیږي، چې دواړو غاړو نیولي او یا یې تښتولي دي".

براهیمي د تېرې شنبې ورځې د ژنیوا ۲ کنفرانس مخامخ خبرې ښه پیلامه وبلله، او وویل چې د سولې راتلو په برخه کې نېک ګام کڼل شوی.

هغه وايي، چې اوس سوریه کې د لنډمهالي حکومت د جوړېدو د قضیې په اړه شاید خبرې وشي.

په تېره شنبې د دواړو غاړو ترمنځ خبرو کې حمص ښار ته د بشري مرستو د لېږد پر غوره لارو چارو هم خبرې وشوې.

حمص ښار د حکومتي ځواکونو او مخالفانو له خوا کلابند شوی، چې وګړي یې له سترو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

سوریې ته دغه نړیوال استازی وايي، لومړی باید بشري مرستو ته د لېږد زمینه برابره شي.

تاوتریخوالی

د حکومت مخالفانو ټینګار کړی، چې حکومت باید د ژنیوا ۱ پر معاهدې ودرېږي، چې سوریه کې د انتقالي حکومت جوړېدل په کې راغلي دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption براهیمي وايي، هېڅ یوې غاړې د تېرې شنبې ورځې په خبرو کې له مقابل لوري سره مخامخ خبرې ونه کړې، "بلکې ما د هر یوه خبرې بل ته ورسولې".

خو سوري چارواکي وايي "لومړی باید تاوتریخوالی او د ترهولو پېښې ختمې شي".

دوی وايي دا لا وختي ده چې د ولسمشر بشارالاسد د لیرې کېدو په اړه بحث وشي.

براهیمي وايي، هېڅ یوې غاړې د تېرې شنبې ورځې په خبرو کې له مقابل لوري سره مخامخ خبرې ونه کړې، "بلکې ما د هر یوه خبرې بل ته ورسولې".

د سوریې دواړې ښکېلې غاړې هڅه کوي چې له لږ څه مقابل لوري ته تېر شي.

په ۲۰۱۱ کال سوریه کې د پیل شوي کړکېچ او جګړې له پیله تر اوسه تر ۱۰۰ زرو ډېر کسان وژل شوي.

د جګړو او ناامنیو له کبله تر ۹.۵ میلیون ډېر وګړي له خپلو مېنو وتلي او تر ډېره ګاونډیو هېوادونو ته کډه شوي دي.

ورته مطالب