تایلنډ کې تر وخت دمخه رایې اچونې مخه نیول شوې

د انځور حقوق Reuters
Image caption د مظاهره چیانو یوه مشر د یوې لارې پر سر خپلو پلویانو ته وینا کوله چې په ډزو کې ولګېد او په روغتون کې ومړ.

په تایلنډ حکومت ضد مظاهره کوونکو راتلونکې اوونۍ له عمومي انتخاباتو دمخه د رایې اچونې د مرکزونو مخه نیولې او څوک نه پرېږدي چې تر وخت دمخه رایې واچوي.

د بنکاک په ختیځ کې د حکومت له پلویانو سره په شخړو کې د مظاهره کوونکو یو مشر وژل شوی دی.

په بنکاک کې د بي بي سي خبریال جنتن هیډ وايي دغه مشر چې سوټن تراټین نومېده د یوه لارې موټر پر سر ولاړ او خپلو پلویانو ته یې وینا کوله چې په ډزو کې ایسار پاتي شو او وروسته په روغتون کې ومړ.

سره له دې چې د مظاهره کوونکو مشرانو ژمنه کړې وه چې د رایې اچونې بهیر به له خنډوځنډ سره نه مخامخ کوي مظاهره چیانو د رایې اچونې د مرکزونو دروازې تړلي دي.

له ۵۰ نه په ۴۹ مرکزونو کې خلک رایې اچونې ته نه دي پریښودل شوي.

د انځور حقوق AFP
Image caption حکومت ضد فغالان له صدراعظمې ینګلک شینواترا نه غواړي چې واک پرېږدي او سیاسي اصلاحات رامنځ ته شي.

سربیره پر دې د تایلنډ له ۷۶ ولایتونو نه په لسو سویلي ولایتونو او لسګونو نورو سیمو کې تر وخت دمخه رایه اچونه فسخه کړای شوه.

د تایلنډ د انتخاباتو کمېسیون د مظاهرو او تاوتریخوالي له امله د فبرورۍ د میاشتې په دویمه د عمومي انتخاباتو د ځنډولو غوښتنه کړې خو حکومت ټینګار کوي چې انتخابات باید په ټاکلې نیټې ترسره شي.

د مظاهره چیانو مشرانو په ټولنیزو رسنیو کې ویلي چې د انتخاباتو مخنیوي نه کوي بلکې له ټاکلې نیټې دمخه له رایې اچونې سره مخالفت لري.

خو تر وخت دمخه د رایې اچونې زمېنه د هغو کسانو لپاره برابره شوې چې د فبرورۍ په دویمه په ټاکنو کې برخه نه شي اخیستی.

له هغه مهال راهیسې چې په تایلنډ کې د حکومت ضد مظاهرې پیل شوی نهه کسان وژل شوي دي.

د حکومت ضد فعالان له صدراعظمې ینګلک شینواترا نه غواړي چې له واکه لاس واخلي او سیاسي نظام کې دې اصلاحات راوستل شي.

ورته مطالب