لیبیا کې تښتول شوي مصري دیپلوماتان خوشي شول

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د مصر د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې لیبیا کې د مصري سفارت څلور دیپلوماتان د تېرې شنبې په ورځ وتښتول شول.

مصر وايي، لیبیا کې یې ټول تښتول شوي دیپلوماتان خوشي شوي دي.

د مصر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې دغه مصري دیپلوماتان تر یوه "نارسمي منځګړتوب" وروسته خوشي شوي دي.

د لیبیا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر رزاق الغرادي ویلي، څو ورځې مخکې پنځه مصري دیپلوماتان طرابلس کې تښتول شوي وو.

الغرادي بي بي سي ته ویلي، چې درې خوشي شوي ديپلوماتان خپلو کورونو ته رسېدلي، او دوه نور به چارواکو ته وسپارل شي.

د مصر د بهرنیو چارو وزارت هم د خپلو دیپلوماتانو خوشي کېدل تایید کړي دي.

د دغه وزارت د ویاند عبدالعاطي له قوله ویل شوي، چې دغه دیپلوماتان د نارسمي منځګړتوب پایله کې خوشي شوي دي.

تر اوسه هېڅ کومې ډلې د دوی د تښتونې پړه نه ده منلې.

خو د مصري دیپلوماتانو تښتول د یوې لیبیايي ملېشې د هغه مشر پر نیول کېدو پورې تړل شوي، چې اسکندریه ښار کې مصري امنیتي ځواکونو نیولی او لاهم له دوی سره دی.

الغرادي زیاتوي، ښکاري چې لیبیايي چارواکو دغه مساله په سوله ییز ډول حل کړې.

د مصر د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې لیبیا کې د مصري سفارت څلور دیپلوماتان د تېرې شنبې په ورځ وتښتول شول.

ورته مطالب