حمص ته د بشري مرستو پر رسولو موافقه وشوه

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

سوریې ته د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي اخضر براهیمي ویلي، د ژنیوا ۲ کنفرانس پر دویمه ورځ موافقه وشوه، چې حمص ښار ته دې بشري مرستې ورسول شي او له دې ښاره دې ولسي وګړو ته د وتلو اجازه ورکړل شي.

په حمص (زاړه حمص) ښار کې د ماشومانو او ښځو په ګډون بې وسه خلک کلابند شوي، چې ان بشري مرستې هم پرې درېدلې دي.

براهیمي ژنیوا کې خبریالانو ته وویل، د ناستې پرمهال د بندیانو او تښتول شویو پر موضوع ګانو هم خبرې وشوې.

هغه وویل چې د حکومت مخالفې ټلوالې له حکومته د ښځو او ماشومانو په ګډون د بندیانو د خوشي کولو غوښتنه وکړه.

دی زیاتوي چې حکومت له ټلوالې د هغو نیول شویو او تښتول شویو د نومونو لست غوښتی، چې د ټلوالې بېلابېلو وسله والو ډلو نیولي دي.

ټلوالې هم د حکومت دا غوښتنه منلې ده.

براهیمي وايي، د دوشنبې پر ګهیځ به دواړې ډلې مخامخ خبرې وکړي.

د ټلوالې سرچینو د غونډې پر دویمه ورځ ویلي وو، چې ژنیوا کې مخامخ خبرو کې د شاوخوا ۲۵۰۰ ښځو او ماشومانو موضوع هم یاده شوه، چې د حکومت په زندانونو کې دي.

ټلواله وايي، د یکشنبې ګهیځ په غونډه کې یې د هغو ۴۷ زرو بندیانو لستونه وړاندې کړل، چې له دوی سره بندیان دي.

خو پر حکومت یې شک وښود، چې ګني له اصلي موضوعاتو پرڅنګ تېرېږي، او د دې پرځای چې پرېکړې وشي، لیکچري خبرې کوي.

حمص کې بشري وضعیت

د انځور حقوق AP
Image caption (یرموک) کې "د درملو او خوراکي توکو د سخت کمښت او روغتیايي خدمتونو د نشتوالي له کبله لږترلږه شپږ کسان مړه شوي".

په داسې حال کې چې خبرې ډېرې ستونزمنې دي، سوریه کې وضعیت ورځ تر بلې ناوړه کېدونکې خوا ته روان دی؛ له دې کبله شاید سوریه له بشري کړکېچه د وتلو لپاره ډېر وخت ته اړتیا ولري.

ابراهیمي خبریالانو ته ویلي چې حمص کې وضعیت ډېر ناوړه دی.

هغه پر حکومت ټینګار وکړ، چې ښځې او ماشومان باید له حمص ووځي، خو وسله والو ویلي چې د بشري مرستو پر کاروانونو به هېڅ غرض ونه لري.

ښکاري چې براهیمي وايي، ملګري ملتونه او سوریه کې د بشري مرستو نورې کارکوونکې ډلې په ګڼو سیمو کې له لویو ننګونو سره مخامخ دي.

دغه نړیوال استازي دا هم ویليو چې له تېر یوه کال راهیسې حمص د حکومتي ځواکونو له خوا کلابند دی.

بل خوا د بشارالاسد سلاکارې بثینه شعیان ویلي چې "باور کوم چې د ژنیوا کنفرانس اهمیت کم شوی دی".

ټلواله وايي، چې د سوریې واکمن نظام باید د ژنیوا ۱ پر تړون ژمن واوسي، چې له مخې یې سوریه کې باید واک ولېږدول شي.

خو سوري چارواکي وايي "د خبرو لومړیتوبونو کې باید د ترهګرۍ پای ته رسول وي".

له ۲۰۰۱ کال راهیسې د سوریې روان کړکېچ کې تر ۱۰۰ زرو ډېر کسان وژل شوي.

د همدې جګړې له کبله د سوریې له بېلابېلو سیمو تر ۹.۵ میلیون ډېر سوري وګړي له خپلو مېنو وتلي او څنګلورو هېوادونو ته کډه شوي دي.

تازه نښتې

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وايي، حکومتي ځواکونو او د ټلوالې جنګیالیو د یکشنبې په ورځ د دمشق ختيځ جوبر کلي او بور سعید سیمه کې درنه جګړه کړې ده.

د سوریې رسمي خبري اژانس (سانا) ویلي "د دمشق منځ باب توما پر کلي د ټلوالې د یوه هاون مرمۍ اوه کسان ټپیان کړي دي".

د دمشق سوېل کې د فلسطیني کډوالو پنډغالي (یرموک) کې بیا "د درملو، خوراکي توکو د سخت کمښت او روغتیايي خدمتونو د نشتوالي له کبله لږترلږه شپږ کسان مړه شوي دي".

دغه پنډغالی د حکومتي ځواکونو له خوا کلابند شوی.

او په حلب ښار کې، چې د سوریې سوداګریز ښار بلل کېږي، د حکومتي ځواکونو په ډزو یو پنځلس کلن زلمی وژل شوی.

ورته مطالب