له ۱۹۷۹ راهیسې د جاپان سوداګرۍ کې لوی کسر

د انځور حقوق
Image caption په تېر ۲۰۱۳ کال کې د جاپان د صادراتو کچه ۹،۵ سلنه ختلې وه، چې ټيک ۶۹،۷۹ میلیارد ین کېږي.

د جاپان حکومت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې تېر کال یې د برېښنا د بېلونو او فوکوشیما اټومۍ بټۍ تر زیانمنېدا وروسته د سوداکرۍ کسر ۱۱۲ میلیارد ډالرو ته پورته شوی دی.

دغه کچه چې نژدې ۱۱،۴۹ تریلیون جاپاني ین کېږي، له ۱۹۷۹ کال راپدېخوا د هېواد په کچه تر ټولو لوی کسر دی.

د جاپان د مالیې وزارت وايي، یوازې په تېر دسمبر میاشت کې د تېر یوه کال کسر یو برابر و.

جاپان د برېښنا د لګښت له اړخه ډېرې پیسې ترلاسه کوي، چې دغه هېواد له برېښنا خپله درېیمه برخه اړتیاوې پوره کوي.

په دغه موده کې د جاپان واردوونکو تېلو د بیې په لوړوالي کې د ین د ارزښت لوېدو هم مهم رول لوبولی دی.

په تېر ۲۰۱۳ کال کې د جاپان د صادراتو کچه ۹،۵ سلنه ختلې وه، چې ټيک ۶۹،۷۹ میلیارد ین کېږي.

د صادراتو دغې کچې په تېرو درو کلونو کې ساری نه درلود.

په چین کې د جاپاني صادراتو تقاضاوې دېرې شوې دي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ یې اقتصادي راکړه ورکړه هم ډېره کړې ده.

خو دغه دواړه هېوادونه پر ځینو ټاپوګانو خپلمنځي شخړې هم لري.

د جاپان توکي او تولیدات اروپايي او امریکايي بازارونو ته هم وړل کېږي، چې هلته هم د مشتریانو تقاضاوې ډېرې شوې دي.

ورته مطالب