امریکا او پاکستان ستراتیژیک مذاکرات پیلوي

د انځور حقوق Getty
Image caption بهرنیو چارو کې د پاکستاني لومړي وزیر میا نوازشریف سلاکار سرتاج عزیز، خبرو کې د ګډون لپاره واشنګټن ته رسېدلی دی.

له درې کلن ځنډ وروسته واشنګټن کې د پاکستان او امریکا د متحدو ایالتونو تر منځ ستراتیژیک مذاکرات بیا پیلېږي.

بهرنیو چارو کې د پاکستاني لومړي وزیر میا نوازشریف سلاکار سرتاج عزیز، خبرو کې د ګډون لپاره واشنګټن ته رسېدلی دی.

نوموړی به د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو له وزیر جان کېري سره وویني.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي په وینا، غونډه کې به د دفاع، انرژي، اقتصاد، امنیتي ځواکونو، او ترهګري ضد، دوه اړخیزې همکارۍ په باب وړاندیزونو او فرصتونو په باب خبرې وشي.

د پاکستان دولتي راډیو په رپوټ کې ویل شوي، چې پاکستان به له دې فرصته د سوداګرۍ، پانګوالۍ او اقتصادي پرمختګ لپاره ګټه واخلي.

واشنګټن کې د بي بي سي خبریال برجېش اوپادای د دیپلوماتیکو چارو ماهرینو له قوله وايي، امریکا له لوري داسې څرګندونې مخې ته راځي، چې له دغه ډول سفر نه مخکې یې تمه کېږي.

د نوموړي په وینا جان کېري به سرتاج عزیز ته ډاډ ورکولو هڅه وکړي، چې له افغانستانه به د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته متحده ایالتونه پاکستان یوازې نه پرېږدي.

۲۰۱۰ کال کې د پاکستان او متحدو ایالتونو تر منځ ستراتیژیک مذاکرات پیل شول، خو ۲۰۱۱ کال کې پاکستان کې د امریکايي ځواکونو له لوري د اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکي ترینګلي شول او دغه خبرې هم په ټپه ودرېدې.

پاکستان پر خپله یوه پوځي پوسته د ناټو ځواکونو له هوايي بمباري وروسته له خپلې خاورې تېرېدونکې ناټو اکمالاتي لاره وتړله او د پاکستان بلوچستان ایالت کې شمسي نومي هوايي اډه یې هم وتړله، چې د امریکايي ځواکونو په واک کې وه.

تېر کال اکست کې د پاکستاني لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز د بهرنیو چارو له له امریکايي وزیر جان کېري سره د خبرو بیا پیل په اړه وویل، پاکستان له امریکا سره غوره اقتصادي اړیکو درلودو غوښتونکی دی او دغه راز دغه هېواد غواړي، چې امریکايي بازارونو ته غوره لاسرسی ولري او امریکا پاکستان کې مخامخ پانګونه وکړي.

مشروطه مرسته

د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کېري تېر اګست میاشت کې پاکستان ته د سفر پر مهال د خبرو بیا پیل اعلان وکړ. یوه امریکايي چارواکي اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي، امریکایان به هڅه کوي، چې خبرو کې پر امنیت او اقتصاد وغږيږي او د راتلونکي لپاره د اړیکو پلان جوړ شي.

یوه ورځ مخکې پاکستان کې د امریکا متحدو ایالتونو سفیر رچرډ اولسن پخلی وکړ، چې امریکا پاکستان ته ترهګرۍ ضد جګړه کې د مرستې لپاره ۳۵۲ میلیونه ډالر ورکول تصویب کړي دي.

خو له دې مخکې امریکايي ګانګریس د امریکايي بودیجې طرح کې پاکستان ته د ترهګرۍ ضد مبارزې لړ کې ورکول کېدونکې پېسې د ډاکټر شکیل افریدي له خوشي کېدو سره مشروط کړې.

د امریکايي شرایطو له مخې د امریکا بهرنیو چارو وزیر باید کانګریس ته ووايي، چې پاکستان د کوټې شورا، حقاني شبکې، پاکستاني طالبانو او القاعده پر ضد څه ډول فعالیت کوي.

هغه باید امریکايي کانګریس ته داسې ډاډ هم ورکړي، چې پاکستان له خپلې خاورې پر افغان او امریکايي ځواکونو د تر سره کېدونکو بریدونو مخنیوي لپاره څه ډول اقدامات کوي.

ورته مطالب