سوري مخالفین د واک د لېږد طرحه غواړي

د انځور حقوق AFP
Image caption په نورو ورځو کې به له دغسې غونډو وروسته د دواړو خواوو استازو له ښاغلي براهیمي سره جلا جلا هم لېدلي، خو د سې شنبې په ورځ د مخالفینو استازو وویل چې دا کار به نه کېږي.

د سوریې مخالفینو غوښتنه کړې چې د سوریې حکومت دې د واک د لېږد په اړه خپله یوه طرحه وړاندې کړي.

په ژنیوا کې د سوریې په تړاو د ملګرو ملتونو په منځګړتوب د دواړو خواوو ترمنځ وروسته له هغه خبرې ودرېدې چې مخالفانو له حکومته وغوښتل چې یوه انتقالي حکومت ته د واک د لېږد پوښتنه ځواب کړي.

په خبرو اترو کې ښکېلې غاړې د ولسمشر اسد د راتلونکي رول په تړاو سره وېشلي دي.

د خبرو منځګړي لخدر براهیمي یوې خبرې غونډې ته وویل خبرې به تر پلان شوي وخته دوام وکړي او هېڅوک له خبرو نه دي په شا شوي:

''دا اسانه خبرې نه دي، نن هم اسانه نه وې او په تېرو څو ورځو کې هم اسانې نه وې، په راتلونکو څو ورځو کې به هم اسانه نه وي، خو زه خوښ یم چې د دواړو خواوو د استازو له خوا تاسو ته ویل شوي چې غواړي خبرو ته هغسې چې پلان شوې ده د جمعې تر ورځې دوام ورکړي؛ ځکه نو هېڅوک له خبرو په شا شوی نه دی''.

پرون د دواړو خواوو استازو له ښاغلي براهیمي په یوې غونډې کې برخه واخیسته.

په نورو ورځو کې به له دغسې غونډو وروسته د دواړو خواوو استازو له ښاغلي براهیمي سره جلا جلا هم لېدلي، خو د سې شنبې په ورځ د مخالفینو استازو وویل چې دا کار به نه کېږي.

د سوریې د مخالفینو یوې استازې ریما فلیهان خبرې رسنیو ته ویلي چې د سوریې حکومت نه د بشري موضوګانو او نه هم د انتقالي حکومت په برخه کې همکاري کوي.

اوس مخالفین وايي چې د خبرو درېدل به د سوریې حکومت ته فرصت ورکړي چې د سوریې د راتلوونکې په اړه خپله یوه طرحه وړاندې کړي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو له خوا منځنګړی لخدر براهیمي وايي د حمص ښار ته د مرستو د رسولو په برخه کې هم پرمختګ نه دی شوی.

د ښاغلي براهیمي په وینا د بشري مرستو کاروان اوس هم انتظار باسي چې د حمص ښار ته مرستې ورسوي ځکه چې حکومت اجازه نه ده ورکړې.

د سوریې حکومت وايي ښځې او ماشومان کولای شي چې د حمص له هغو سیمو ووځي چې د مخالفینو تر ولکې لاندې دي او دغه راز به هغه سړي هم پرېږدي چې له حمص نه ووځي چې دوی یې د نومونو لیست ترلاسه کړي خو مخالفینو دغه خبره رد کړې ده.

په همدې حال کې لویدیځوالو دیپلوماتانو ویلي که د راتلونکې اوونۍ پورې د مرستو کاروان ته اجازه ور نه کړل شي د سوریې پر حکومت او روسیې باندې چې د سوریې ملاتړې ده د فشار اچولو لپاره به د امنیت په شورا کې یوه مسوده چمتو کړي.

د حمص په زاړه ښار کې له ۲۰۱۲ کال راهیسې شاوخوا ۲۵۰۰ زره کسان خوراکي توکو او درملو ته له لاسرسي پرته ایسار پاتې دي.

ورته مطالب