عبدالکریم زیدان خپل قلم کېښود او ولاړ

عبدالکریم زیدان د انځور حقوق
Image caption زیدان ته د خپلو کړنو له برکته ډېرې جایزې او ستاینلیکونه ورکړل شول،‌ چې تر ټولو معتبره یې په ۱۹۹۷ کال د پاچا فیصل جایزه وه.‌

تر اوو لسیزو تدریس،‌ لیکنو،‌ او لسګونو کتابونو لیکلو او ګڼو بحثونو او فقهي مسایلو کښلو وروسته،‌ په عراق کې د اخوان المسلمین ګوند مخکنی عمومي څارن علامه ډاکټر عبدالکریم زیدان د اوه نوي کلونو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې.‌

نوموړی په معاصر تاریخ کې د اسلامي فقهې وتلی عالم و.

زیدان په ۱۹۱۷ کال بغداد ښار کې زیږېدلی،‌ د علم دغه پلازمېنه کې یې قرآن کریم یاد کړی،‌ بیا د بغداد پوهنتون کې شامل شوی او هلته یې د حقوقو پوهنځی لوستی دی.‌

وروسته د قاهرې پوهنتون ته ولېږدېد او هلته یې اسلامي فقه کې په ۱۸۶۲ کال د لومړي شرف درجې دوکتورا ترلاسه کړه.

بیا عراق ته ستون شو او هلته یې بېلابېلو پوهنتونونو کې اکاډیمیکې دندې مخته یووړې،‌ چې تر ټولو مهمې یې د بغداد پوهنتون د شرعیاتو د پوهنځي مشري وه.‌

د تېرې پېړۍ نوي یمه لسیزه کې یمن ته ولاړ او هلته د صنعاء‌او الایمان پوهنتونونو کې لکچرر شو.‌

له حزبي اړخه زیدان په عراق کې د اخوان المسلمین ګوند د لومړنیو ملاتړو څخه و،‌ خو د ګوند بنسټ هلته شیخ محمد محمود الصواف اېښی و او په نیمه علني ډول یې تر ۱۹۷۰ کال پورې خپل فعالیتونه کول.‌

د انځور حقوق
Image caption زیدان فقهه کې نژدې دېرش کتابونه لیکلي، او کویت کې د اسلامي فقهې د موسوعې لیکلو کې یې هم پوره ونډه اخیستې ده.

له عراقه د شیخ الصواف تر وروستي وتلو وروسته،‌ زیدان د دغه ګوند مشر شو،‌ خو عراقي حکومت پرې کړۍ راتنګه کړه همدا وو چې تر لسو کلونو پورې په کور اجباري کېناستو ته اړ شو،‌ خو بیا وروسته یمن ولېږدېد.

زیدان فقهه کې نژدې دېرش کتابونه لیکلي، او کویت کې د اسلامي فقهې د موسوعې لیکلو کې یې هم پوره ونډه اخیستې ده.

زیدان ته د خپلو کړنو له برکته ډېرې جایزې او ستاینلیکونه ورکړل شول،‌ چې تر ټولو معتبره یې په ۱۹۹۷ کال د پاچا فیصل جایزه وه.‌

عراق او اړوند مسائل

زیدان په عراق کې وضعیت له نژدې څاره،‌ د ۲۰۱۲ دسمبر پر ۳۱ یې شرعي فتوا ته ورته یوه اعلامیه خپره کړه،‌ او د ملي یووالي غږ یې په کې کړی و.

نوموړی د بندیانو د خوشي کولو تر څنګ ټینګ ولاړ و،‌ او د عراق له اساسي قانون یې د ترهګرۍ څلورمه ماده لیرې کړه.‌

د ۲۰۱۴ جنورۍ پر ۳ یې هم د خپل مخکني اعلان پر تکرار ټینګار وکړ.

زیدان پر فیسبوک پاڼه ډېر فعال و،‌ چې خواخوږو او ملاتړ یې ډېر فعالیت ورته کاوه،‌ نژدې هره ورځ به یې د هغه نظریات او افکار خپرول.‌‌