''د القاعده شبکې فکري بنسټ په پاکستان کې دی''

د انځور حقوق AP
Image caption جيمز کليپر ويلي چې په سوريه کې النصره هڅه کوي پر امريکا بریدونه وکړي

د امريکا استخباراتي ادارو ویلي، چې د القاعدې فکري بنسټ اوس هم د پاکستان په قبایلي سيمو کې دی، خو عملي چارې يې لږترلږه پنځه بېلې ډلې پر مخ بیايي.

دغه ادارې وايي القاعده کمزورې شوې، خو دا ګواښ لا هم ختم شوی نه دی.

د امريکا د مشرانو جرګې استخباراتي کمېټې ته د خپل کلني راپور د وړاندې کولو پر مهال څارګرو ادارو وويل چې د القاعدې قومنده اوس مرکزي نه ده.

د ملي استخباراتي ادارې مشر جيمز کلیپر ويلي د القاعدې فکري بنسټ اوس هم د پاکستان په قبایلي سيمو کې دی، چې عملي چارې یې د بېلو پنځو ډلو له لوري ترسره کېږي، چې په ۱۲ هېوادونو کې فعاليت کوي.

ده وويل په يمن کې القاعده د امريکا پر ضد د بريدونو توان لري، خو په سوريه کې د النصره ډله چې په القاعده پورې تړلې ده پر امريکا بريدونو ته لېوالتيا لري او ځواکمنتيا یې په ډېرېدو ده.

جيمز کلیپر وايي داسې برېښي چې په سوريه کې يو نوی ځواک چمتو کېږي، له دوی سره له بهره جنګيالي يو ځای کېږي، چې دا خطرناک دي.

۷۰۰۰ بهرني تندلاري

ښاغلي کليپر د مشرانو جرګې کمېټې ته ويلي چې د القاعده النصره په کمپونو کې داسې کسان روزل کېږي، چې خپلو هېوادونو ته په ستنېدو ډېر خطرناک پرېوځي.

ده زياته کړه چې په سوريه کې ۲۶۰۰۰ تندلاري دي، چې ۷۰۰۰ يې بهرنيان دي او دغه بهرنيان د اروپا په ګډون له ۵۰ هېوادونو سوريې ته ورغلي دي.

څارګرې ادارې کمېټې ته په خپل راپور کې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو ريکارډ هم وړاندې کړی دی.

په دغه راپور کې ويل شوي، چې پاکستان له امريکا سره ښې اړيکې غواړي، خو له امريکا سره د پاکستان اړيکې د ترينګلتيا نښه ګرځېدای شي.

راپور کاږي دغه ترينګلتيا په ځانګړي ډول هغه مهال چې پاکستان ته وپتيیل شي له خپلواکي يې سرغړونه شوې ده، زياتېږي.

ورته مطالب