د سوريې سولې خبرو جاري ساتلو لپاره غونډه کېږي

د انځور حقوق Reuters
Image caption مارچ ۲۰۱۱ کې د پاڅون له پیله راهیسې سوريې جګړه کې له ۱۰۰ زره ډېر کسان وژل شوي دي.

د سوریې په اړه په جینوا کې د تېرې اونۍ د سولې بې پایلو خبرو وروسته نړیواله ټولنه هڅه کوي، چې په دغه هېواد کې روان کړکېچ ته د حل لار ومومي.

نن ( فبروري ۳ ) ملګري ملتونو د ایټالیا په پلازمېنه روم کې په دې اړه غونډه کوي، چې څنګه کېدای شي د سوریې پر حکومت او مخالفینو یې فشار راوړل شي، چې د روانې میاشتې په وروستیو کې بیا پېلیدونکې خبرې کوټلې پایلې ولري.

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیرې ایما بنینو ویلي، ستونزې ته چې هغې په اوس مهال کې تر ټولو جدي کړکیچ بللی باید د پای ټکی کېښودل شي.

د سوريې سولې مذاکراتو، لومړی پړاو چې جینیوا کې تر سره شو . د ( جمعه ۳۱ جنوري ) په ورځ، چې د هغې غونډې وروستۍ ورځ وه، د مهمو مسالو پر سر له یو څه پرمختګ سره او یا هېڅ پرمختګ پرته چې تمه یې کېده پای ته ورسېد.

د سوریې سولې کنفرانس سویټزرلنډ کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون په هغه غوښتنه پیل شوی و، چې وايي دغه هېواد کې د سیاسي حل لپاره د مثبتو خبرو هیله کوي.

د سویټزرلنډ هغه غونډه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري په ګډون د بېلو هېوادونو څلوېښت بهرنیو چارو وزیرانو ګډون کړی و.

د ملګرو ملتونو استازی لخضر براهیمي هاغه مهال وویل، راتلونکي کې د خبرو دویم پړاو کې نور پرمختګ ته هیله مند دی.

دیپلوماتان وايي لومړیتوب دادی، چې د وخت تېرېدو سره د اختلافي ټکو اصلاح کولو په موخه خبرې جاري وساتلې شي.

مارچ ۲۰۱۱ کې د پاڅون له پیله راهیسې سوريې جګړه کې له ۱۰۰ زره ډېر کسان وژل شوي دي.

ورته مطالب