نړۍ د سرطان له "وژونکې څپې" سره مخامخ ده

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د روغتیا نړیوال سازمان د سرطان نړیوالې ورځې په پلمه په ټوله نړۍ کې د سرطان ناروغۍ د یوې وژونکي څپې خبر داری ورکړی.

د فبرورۍ څلورمه په نړۍ کې د سرطان نړیوالې ورځې په نامه یادېږي، چې په ګڼو هېوادونو کې لمانځل کېږي.

دغه سازمان ویلي د سرطان له ناروغۍ نیمايي یې د مخنیوي وړ دي چې په وینا یې چاغوالی، د شرابو زیات څښل او سګرېټ څکول یې اصلي لاملونه دي، چې د مخنیوي لپاره یې لا ډېرو هڅو ته اړتیا ده.

ویل کېږي، چې هرکال څوارلس میلیونه کسان د سرطان په ناروغۍ اخته کېږي، خو ویل کیږي په راتلونکو دوو لسیزو کې به دغه شمېره څلورویشت میلیونو کسانو ته لوړه شي.

د سرطان ناروغیو په برخه کې د نړیوال روغتیايي سازمان څېړنیز نړیوال بنسټ ویلي د سرطان ناروغۍ د درملنې بیه په بې ساري توګه مخ پورته روانه ده.

دغه بنسټ ویلي حکومتونه باید د شرابو او بورې پر کارولو محدودیتونه وضع کړي او بیه یې لوړه کړي.

په استرالیا کې د سرطان ناروغۍ په اړه د یو مرکز رييس جاناتان لیبر من وايي:

"د سرطان په اړه نړیوال راپور هغه سیمې په ډاګه کړې دي، چې د تنباکو، شرابو او چاغښت له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او په ځینو هېوادونو کې د ککړتیا ډېرېدل او د ایچ ای وي ویروس زیاتوالی د سرطان اصلي لامل ګڼل شوی. خو فکر کوم چې د سرطان په اړه د څېړنیز مرکز پیغام روښانه دی. لکه څرنګه چې تاسو وایئ موږ د سرطان درملنې ته هیلمن نه یو، بلکې مخنیوی یې وکړو. د خوښۍ خبره دا ده چې په ګڼو سیمو کې موږ پوهېږو چې څرنګه یې مخه ونیسو."

دغه سازمان وايي، شاید تر ۲۰۲۵ کال پورې په سرطان د اخته کسانو شمېر ۱۹ میلیونو ته ورسېږي، خو تر ۲۰۳۰ کال پورې به دغه شمېره ۲۲ میلیونو ته وخېژي، او ټوله نړۍ کې به تر ۲۰۳۵ کال پورې ۲۴ میلیون کسان په سرطان ناروغۍ اخته شي.

د انځور حقوق BBC World Service

د روغتیا نړیوال سازمان د سرطان ناروغۍ د نړیوال څېړنیز مرکز مشر ډاکټر کریس ویلډ بي بي سي ته وویل: "په نړیواله کچه د سرطان ناروغۍ کچه ډېره مخ په لوړېدو ده، یو لامل یې هم د نړۍ د وګړو زیاتوالی ښوول شوی دی".

"که چېرې موږ د سرطان ناروغیو د درملنې لګښت ته وګورو، په ډېره چټکۍ سره له کنټرول وتونکې ده، او ان په پرمختللو هېوادونو کې یې هم مخنیوی ستونزمن دی".

د روغتیا نړیوال سازمان د ۲۰۱۴ کال د سرطان ناروغۍ په تړاو رپوټ کاږي، چې لاندې څیزونه د سرطان ناروغۍ لامل ګرځېدلی شي:

د انځور حقوق BBC World Service
  • سګرېټ څکول
  • عفونت
  • شراب څښل
  • چاغوالی او نافعال کېدل
  • د هوا ککړتیا
  • د چاپېریال ککړتیا
د انځور حقوق BBC World Service

په زیاترو هېوادونو کې ښځینه د سینې (تیو) ډېر سرطان لري، چې ډېره برخه یې په افریقايي هېوادونو کې دي.

د انسانانو د نفوس ډېرښت هم د سرطان له ډېرېدا سره مرسته کولی شي.

د دغه راپور یو ایډیټر او د استرالیا د نیو سوت وېلز پوهنتون یو ډاکټر برنارد سیټوارډ وايي "د نړۍ په کچه موږ ګورو چې د سرطان ناروغۍ وژونکې څپې مخ په ډېرېدو دي".

ډاکټر سټیوارډ زیاتوي، چې ځینې بشري کړنې هم ډ سرطان لامل ګرځي، لکه لمر ته پرېوتل، ان تر دې کچې چې د سړي دواړې ډډې وسوځوي.

نوموړی وايي، د سرطان نړیوال څېړنیز اژانس دا دنده نه ده چې خلکو ته ووايي څه باید وکړي او څه ونه کړي، بلکې په وینا یې "د بېلګې په توګه د شرابو څښلو پر ناوړه پایلو موږ او تاسې تول پوهېږو، همداسې نور کارونه د سرطان ناروغۍ لامل ګرځي".

ورته مطالب