م م: واتیکان ځوروونکي راهبان خوندي ساتي

د انځور حقوق Getty
Image caption ملګري ملتونه له واتیکانه دماشومانو جنسي ځورونکو پادریانو لرې کول غواړي

ملګرو ملتونو واتیکان له دې امله غندلی چې په سیستماتیک ډول یې داسې تګلارې خپلې کړې چې راهبانو ته یې د ماشومانو د ځورولو اجازه ورکړې وه.

د ماشومانو په برخه کې د ملګرو ملتونو د څار اداره وایي مقدسه اداره باید ټول مذهبي مشران چې د ماشومانو د ځورونې شک پرې کېږي سملاسي له دندې لرې کړي.

دغه اداره په واتیکان د همجنس بازۍ، ماشوم زیانولو او میندوارۍ د مخنیوي په برخه کې په کلکه نیوکې کوي.

واتیکان په کلیسا کې د ماشوم ځورونې ضد مبارزې یو کمیسیون جوړ کړی دی.

تمه ده چې واتیکان په دې اړه چارشنبه ناوخته یوه اعلامیه خپره کړي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقونو کمېټه په خپل رپوټ کې کاږي، د روم کاتولیکه کلیسا باید د خپلو مذهبي مشرانو دوسيې وسپړي.

په دې توګه به هغه جرمونه چې دوی پټ ساتلي دي رسوا شي او له هغو سره به حساب او کتاب وشي.

د کمېټې اندېښنې

کمېټه وایي دوی په ژوره توګه اندېښمن دي چې کاتولیکې کلیسا هغه جرمونه نه دي منلي چې کار کوونکو یې تر سره کړي دي.

کمېټه وایي اندېښمنه ده چې کاتولیکې کلیسا د دغو جرمونو پراختیا هم نه ده منلې.

په دې رپوټ کې کمېټې د ماشومانو د جنسي ځورونې په اړه چې د کاتولیکې کلیسا غړو تر سره کړي اندېښنه ښوولې ده.

دغو کسانو د کلیسا تر واکمنۍ لاندې کار کاوه او ځينې پادریان د نړۍ په لرو بر کې د لسګونو زرو ماشومانو په جنسي ځورونو کې ښکېل وو.

د پادریانو تګ راتګ

داهم ویل شوي چې د ماشومانو ځوروونکي پادریان به له یوې کلیسا بلې ته لېږدېدل او ځورونو ته یې همداسې دوام ورکاوه.

کمېټه دا هم وایي چې لاهم د نړۍ په زیاتو هېوادونو کې ماشومان له خطر سره مخ دي ځکه د ماشومانو جنسي ځوروونکي پادریان لا هم له ماشومانو سره اړیکي لري.

دا رسوایۍ تر هغه وروسته په ډاګه کېږي چې تېره میاشت واتیکان چارواکي وپوښتل شول چې ولې یې د ماشومانو د ځورونو معلومات نه دي خپاره کړي او په راتلونکي کې د دغو ځورونو مخه څنګه نیول کېدی شي؟

په تېر ډېسمبر کې واتیکان چارواکو د ملګرو ملتونو هغه غوښتنه ونه منله چې د ځورونو په اړه یې معلومات ترې غوښتل.

واتیکان ویل دوی یوازې د بل هېواد غوښتنې ته چې د قانوني سیستم برخه وي دا شان معلومات ورکولی شي.

ورته مطالب