کیري: اسد نړیوالو ته خپله وحشي څېره وښوده

حلب
Image caption د حلب ښار پر یوه کلي بیرلي بمونو تر اتیا ډېر ولسي وګړي وژلي.

د امریکا متحدو ایالتونو د سوریې حلب ښار کې د بیرلي بمونو کارول "حیواني" عمل بللی دی او وايي، چې په دې سره د سوري ولسمشر بشارالاسد او د هغه د واکمن نظام اصلي څېړه بربنډه شوې ده.

جان کیري د سوري نظام له لوري د دغو وژنکو بمونو کارول په سختو ټکو غندلي، چې لسګونه سوري وګړي په کې ووژل شول.

نوموړی وايي، چې "هره ورځ او هر ځل پر حلب بیرلي بمونه غورځول کېږي، دا نړۍ ته د اسد د اصلي څېرې ښکارندويي کوي، دا تر د سوري نظام له لوري تر ټولو تازه وحشي عمل دی. وړاندې یې د پلان شویو ربړونو اعمال افشا شول، او په لوی لاس یې خپل هېواد وږی ساتلی و".

کیري زیاتوي، چې "د دغه تریخ حقیقت پروړاندې سوري ولس ته د دایسې یوه قانوني حکومت منلي نه ښايي، چې اسد یې یوه برخه وي".

د امریکا دغه چارواکي دا هم ويلي، چې "په داسې حال کې چې د سوري نظام ټلواله له نړیوالې ټولنې سره په سوریه کې د روانې شخړې د پای ته رسولو لپاره هلې ځلې کوي، خو د اسد نظام او روسیه دغه ګام ناګاره ګڼي".

د سوري نظام چورلکو د تېرې سې شنبې په ورځ د حلب ښارپر یوه کلي بمبار وکړ، چې لږترلږه اتیا ولسي وګړي په کې ووژل شول، چې پنځه په کې ماشومان وو.

همداشان، پر حلب د حکومتي په تېرو درو ورځو کې پرله پسې بمباریو پایله کې لږترلږه ۱۵۰ کسان وژل شوي دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption جان کیري د سوري نظام له لوري د دغو وژنکو بمونو کارول په سختو ټکو غندلي، چې لسګونه سوري وګړي په کې ووژل شول.

بل خوا، د بي بي سي خبریاله کیم غطاس وايي: "د اوباما اداره په سوریه کې د روانې شخړې له اړخه د غبرګون نه ښوولو په اړه تر نیوکو لاندې ده".

د حلب ښار له ۲۰۱۲ راهیسې د حکومت او مخالفانو له خوا کلابند دی او بشري مرستې یې پر وګړو درېدلې وې.

تېره اونۍ ژنیوا کې د سوري حکومت او مخالفانو ترمنځ خبرې بې پایلې ختمې شوې.

په پام کې ده، چې د خبرو بل پړاو بله اونۍ ترسره شي.

ضرب الاجل

سوریې د نړیوالې ټولنې هغه ضرب الاجل هم له پامه غورځولی، چې پخپله خاوره کې به کیمیاوي وسلې له منځه وړي.

د روسیې حکومت ویلي، چې سوریه باید د مارچ تر لومړۍ نېټې پورې د کیمیاوي وسلو بار بېړۍ لېږدونه بشپړه کړي.

ورته مطالب