چین او منځنی ختیځ د پوځي قدرت ډېرولو درشل کې دي

چینايي پوځيان د انځور حقوق
Image caption د چین پوځي لګښت د جاپان، جنوبي کوریا، ټایوان او ویتنام له ټول ټال پوځي لګښت ډېر دی.

د امریکا متحده ایالتونه د پوځي لګښت له اړخه د نړۍ لومړی درجه هېواد ګڼل شوی. خو اوس ښکاري چې چين هم تېر کال دویم مقام ګټلی و.

چین غواړي، په راتلونکي کې خپل پوځي زور وښيي.

د نړۍ د پوځي لګښتونو په اړه د نړیوالو ستراتیژیکو څېړنو مرکز IISS له خوا د (پوځي انډول) په نامه کلني خپاره شوي کتاب کې د نړۍ د لویو قومتونو د پوځي قدرت په اړه معلومات خپاره شوي.

د امریکا متحده ایالتونه په لومړي سر کې راغلي، چې ویل کېږي، تېر ۲۰۱۳ کال یې ۶۰۰ میلیارده پوځي لګښت درلود.

په دویم کتار کې چین راغلی، چې په همدې کال یې پر پوځ ۱۱۲ میلیارد ډالر لګولي دي، چې په دې سره د بیجینګ له خوا د دغه لګښت د حقیقت په اړه بحثونه هم پیدا شوي دي.

د یاد څېړنیز مرکز په یوه غونډه کې د چین او امریکا د پوځي لګښتونو په اړه بحث شوی، خو یو ځواب دا ښوول شوی، چې د ۲۰۳۰ کال تر نیمايي یا پایته رسېدو پورې، شاید بیجینګ د پوځي لګښت په ډګر کې له واشنګټن سره ځان یو شان کړي.

په کتاب کې دا حقیقت هم روښانه شوی، چې برتانیا خپل پوځي لګښت کم کړی، او د دفاعي لګښت کچه یې ۵۷ میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده، چې د روسیې تر درېیم مقام وروسته برتانیا څلورم کتار ته راکوزه شوې ده.

روسیې ۶۸.۲ میلیارد ډالر پوځي لګښت درلود، خو سعودي عربستان بیا د ۵۹.۶ میلیارد ډالرو په لګولو څلورم مقام ګټلی دی.

له دغو حقایقو څرګندېږي، چې مسکو او ریاض دواړه د خپلو ځواکونو د نوي کولو تکل لري.

د منځني ختيځ ځینې نور هېوادونه هم پوځي لګښتونو کې سیالي کوي، لیبیا د خپلو امنیتي ځواکونو جوړښت ته ډېره لېواله ده، او عراق بیا د خپل پوځ په سمو وسلو سمبالولو ته لارې لټوي.

د ایران د اتومي لانجې سربېره، تهران لاهم د خلیجي هېوادونو لپاره لوی سرخوږی دی؛ همدا ده چې د اټومي دفاعي سیستم لرل یې د خلیجي هېوادونو اندېښنه لا پسې ډېره کړې ده.

د انځور حقوق Reuters
Image caption سعودي تېر کال پر پوځي تسلیحاتو ۵۹.۵ میلیارد ډالر لګولي.

قطر، امارات او سعودي له لوېديځه توغندي، دفاعي سیستم او د هوايي برید پوځي توکي رانیولي، خو لاهم اوس خلیجي هېوادونه له خپل دفاعي حریم د دفاع له ناسم سیستم کړېږي.

د برتانیا لومړي وزیر ډیویډ کامیرون تېره میاشت د دفاعي بودیجې دفاع وکړه.

د پوځي انډول ساتلو حقیقت

په نړۍ کې د پوځي توازن ساتلو حقیقت تر ډېره په لوېديځ کې نه مراعاتېږي، په تېره بیا اروپايي هېوادونه د خپلې بودیجې نژدې ۵۷ سلنه پر پوځ لګوي.

ظاهراً د دوی دلیل دا دی، چې تېر کال اروپايي هېوادونو تر نیمايي خپله ډېره بودیجه د اسیايي هېوادونو د ګټو ساتلو لپاره پر خپل پوځ لګولې ده.

اسیايي هېوادونو هم د پوځي پیاوړتیا برخه کې سیالۍ ته مخه کړې ده.

ورته مطالب