د پاکستاني حکومت او طالبانو 'خبرې پیل شوې'

د انځور حقوق ap
Image caption د طالبانو له لوري استازي مولانا عبدالعزیز هم منلې ده، چې مشران یې له خبرو تښتېدلي دي.

د پاکستانيطالبانواو حکومت ترمنځ د سولې لومړنۍ مخامخ خبرې د اسلام اباد په یوه نامالوم ځای کې پيل شوې دي.

پاکستاني رسنیو ویلي، چې دغه لومړنۍ رسمي خبرې د سولې د خبرو لپاره یوه "ښه پیلامه" ده.

د سولې دغه خبرې د روانې اونۍ سر کې د حکومت له لوري د طالبانو د سولې د مرکچیانو د وضاحت غوښتلو له کبله ځنډول شوې وې.

د "تحریک طالبان پاکستان" اورپکو له ۲۰۰۷ کال راهیسې د هېواد د ننه اورپکي پیل کړې ده.

د سولې د خبرو لومړی اعلان تېره اونۍ د پاکستاني لومړي وزیر نواز شریف له خوا وشو.

په تېره جنورۍ میاشت کې د پاکستان بېلابېلو برخو کې د طالبانو بریدونو د پوځيانو په ګډون تر ۱۰۰ ډېر کسان وژلي دي.

خو په ۲۰۰۷ کال د تحریک طالبان پاکستان له فعالیت او جګړو پیلېدو راهیسې پاکستان کې زرګونه کسان وژل شوي.

د "پاکستان ټریبیون" راپور وايي، د حکومت له لوري د سولې مرکچي عرفان صدیقي ویلي، چې حکومتي کمېټه به دغو خبرو کې په "خلاصه ټنډه" ګډون کوي.

پر حکومتي پلاوي سربېره له ښاغلي صدیقي سره په دې کمېټه کې خبریال او شنونکی رحیم الله یوسفزی، کابل کې د پاکستان مخکنی سفیر رستم شاه مهمند او د ای ېس ای متقاعد جنرال امیر شاه هم شامل دي.

خو د "تحریک طالبان پاکستان" د خبرو مرکچیانو کې مولانا سیمع الحق، هم دی، چې د "طالبانو پلار" ګڼل کېږي.

همداشان د دوی په استازو کې د اسلام اباد د سره جومات ملا مولانا عبدالعزیز او ابراهیم خان هم شامل دي.

وړاندې د حکومتي کمېټې ویاند عرفان صدیقي خبریالانو ته ویلي وو، چې "د طالبانو له استازو سره یې اړیکه نیولې ده چې په پام کې ده لومړنۍ ابتدايي مخامخ خبرې به پر پنجشنبې پیل شي".

عرفان صدیقي دا هم ویلي وو چې "زموږ له لوري له اړیکو مثبت ځوابونه ترلاسه شوي، له دې کبله نن د دواړو کمېټو مخامخ خبرې کېږي".

نوموړي ویلي، چې په لومړنیو خبرو کې پر ابتدايي خبرو بحث وشي.

د طالبانو له لوري استازي مولانا عبدالعزیز هم منلې ده، چې مشران یې له خبرو تښتېدلي دي.

وړاندې اسلام اباد کې د طالبانو له لوري د پلاوي مشر مولانا سمیع الحق خبریالانو ته ویلي وو چې "له بده مرغه تر اوسه حکومت دغو خبرو ته جدي نه دی".

نوموړي دا هم ویلي وو چې "له حکومتي کمېټې سره خبرو ته چمتو دی، خو د طالبانو له لوري پوره ډاډ ورکوي، چې د خبرو ټول واک یې ده [سمیع الحق] ته ورکړی دی، خو په وینا یې حکومتي کمېټه سل په سلو کې واک نه لري".

ورته مطالب