ایټالیا وايي ۱۱۰۰ کډوال یې ژغورلي

د انځور حقوق MARINA MILITARE
Image caption ایټالیا د ډېرو ناقانونه کډوالو له ورتګه شکایت کوي.

د ایټالیا سمندري ځواکونو ویلي، په ۲۴ ساعتونو کې یې هغه ۱۱۲۳ ناقانونه کډوال له مرګه ژغولي، چې غوښتل یې د ایټالیا ټاپوګانو ته ځانونه ورسوي.

د ناقانونه کډوالو دغه بار کښتۍ له شمالي افریقا ورغلې دي.

سمندري ساتونکو د ناقانونه کډوالو هغه ۸ کښتۍ نیولې، چې له لامبیدوسا ټاپو نژدې ۲۲۲ کیلومتره لیرې وې .

په دغو کډوالو کې ۴۷ مېرمنې هم دي، چې زیاتره یې میندوارې دي، ۵۰ ماشومان دي، چې په غالب ګومان د افریقايي هېوادونو او صحرايي سوېلي سیمې اوسېدونکي دي.

سیمه ییزو چارواکو ویلي، په لوېدیځ کې یې د سمندر پر څنډه د ۶ سړی او یوې ښځې مړي موندلي.

دغه قربانیان د هغو ۴۰۰ کډوالو له ډلې دي، چې په تېره پنجشنبې یې د اسپانیا خاورې ته د ننوتلو هڅه کړې وه.

تېره میاشت د ایټالیا ټاپوګانو ته نژدې ۲۰۰ کډوال رسېدلي، چې د تېر ۲۰۱۳ کال د کډوالو له کچې لس ځلې ډېر دي.

حکومت تېره میاشت وویل چې "د کډوالو کاروانونه" ور روان دي، خو دوی یوازې د ۴۲۰۰ کډوالو ځایولو وس لري.

تر اوسه د هغو ناقانونه کډوالو ریښتینی شمېر لا نه دی مالوم، چې له ژوند سره په لوبو کولو سره دغه خطرناک سفر ته زړه ښه کوي.

خو ۴۰۰ کډوال په تېر اکتوبر کې لامبیدوسا ټاپو ته څېرمه ټوب شول.

ښه هوا

د ژمني موسم کې د نورو ورځو په پرتله په تېره چارشنبې هلته هوا ډېره ښه وه.

د ایټالیا سمنردي بېړیو او چورلکو پرګهیځ د کډوالو د ژغورلو عملیات پیل کړل، چې د شپې تر نیمايي یې دوام وکړ.

کډوالو په پوځي کښتیو کې صقلیه سمندر غاړې ته ورسول شول.

د ایټالیا حکومت به اوس د دغو کډوالو هر یوه دوسیه څېړي، چې ایا د پناه ورکولو حق لري او که نه.

دوی باید دا ثابته کړي، که چېرې بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شي، د وژل کېدو ګواښ یې شته.

د انځور حقوق MARINA MILITARE
Image caption نژدې ۲۰۰ کډوال تېره میاشت د ایټالیا ټاپوګانو ته رسېدلي وو.
د انځور حقوق MARINA MILITARE
Image caption د اروپايي ټولنې هېوادونو په ۲۰۱۲ کال د کډوالو د پناه غوښتلو درې برخې رد کړې وې.

ورته مطالب