سوچي ته د الوتکې تښتولو هڅه شنډه شوې

د انځور حقوق Reuters
Image caption د ژمني اولمپيک لوبې د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین د دغه هېواد په تفریحي ښار سوچي کې پرانیستې

د اوکراین يو وګړی وروسته له هغه د استانبول په هوايي ډګر کې ونیول شو چې هڅه یې کوله یوه ترکۍ الوتکه وتښتوتي.

راپورونه وايي ده غوښتل چې الوتکه د روسیې سوچي ښار ته وتښتوي، چې اوس په کې د المپیک ژمنۍ لوبې روانې دي.

د پیګاسوس هوايي شرکت الوتکه د اوکراین له خارکیف ښاره د استانبول په لور روانه وه چې یوه اوکرایني سړي ادعا وکړه چې په الوتکې کې بم دی.

ده د سوچي ښار ته د تلو غوښتنه وکړه، دغه سړی ظاهرأ په الکولو نشه و.

د ترکیې جنګي جیټ الوتکو مسافر وړونکې الوتکه په خوندي توګه تر هوايي ډګره بدرګه کړې او پر ځمکه يې کېنولې ده.

د روسیې په سوچي کې د ژمنیو لوبو د لومړۍ ورځې په سیالیو کې د سروزرو پنځه مډالونه لوبغاړو ته ورکړای شي.

اټکل دی چې د هالند چټک سکي وهوونکی سوېن کرامر به یو مډال ترلاسه کړي.

دی د نارینه وو په ۵۰۰۰ متره واټن سکي لوبو کې سیالي کوي.

دغه لوبې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د دغه هېواد په تفریحي ښار سوچي کې پرانیستې.

په سوچي کې د راتلونکو ۱۶ ورځو په اوږدو کې به نژدې ۳۰۰۰ لوبغاړي سره سیالي کوي.

داسې باور دی چې دغو لوبو ته په چمتووالي شاوخوا ۵۰ ميليارده ډالره لګښت راغلی چې تر دې وړاندې یې په ژمنیو لوبو کې ساری نه وو لیدل شوی.

افغان ولسمشر حامد کرزي هم د روسیې د ولسمشر ویلادیمیر پوتین په بلنه د دغو لوبو په پرانیستونکو مراسمو کې ګډون کړی دی.

ورته مطالب