بنګله دېش کې د خونړۍ پېښې تورن تسلیم شول

د انځور حقوق Reuters
Image caption د جامو کنډلو په دغې فابریکې کې د اورلکېدو له امله وژل شوي ډېری هغه ښځې وې چې په ۳۷ ډالرو یې د میاشتې کار کاوه.

په بنګله دېش کې د جامو کنډلو د هغې فابریکې دوو خاوندانو چې دوه کاله مخکې په کې د اور لګېدلو له امله ۱۱۲ کسان ووژل شول ځانونه حکومت ته سپارلي دي.

دلاور حسین او د هغه ښځه محموده اختر د ډسمبر په میاشت کې په وژنو تورن شوي وو.

څارنوال انور الکبیر وویل دغه جوړه په ډاکه کې یوې محکمې ته ورغلل، اوس په توقیف کې دي او د ضمانت انتظار باسي.

که څه هم د ډسمبر په میاشت کې د دوی د نیولو حکم صادر شوی و خو دوی په آزاده توګه په ډاکه کې ژوند کاوه.

دا روښانه شوې نه ده چې ولې دغې ښځې او میړه یې ځانونه تسلیم کړي دي؟

که دوی تورن وپیژندل شي نو د عمري بند له جزا سره مخامخ کېدای شي.

دوه کاله مخکې د دوی د جامو کنډلو په فابریکې کې اور یوه خونړۍ پېښه وه چې له امله یې په ټولو مهمو جامو کنډلو فابریکو کې د کار شرایطو ته پام واوښت.

ښاغلی حسین او د هغه ښځه محموده اختر د هغو ۱۳ کسانو په ډله کې شامل دي چې د اور لګېدو په پېښه کې تورن شوي دي.

په یوې څیړنې کې موندل شوې چې کله اور ولګېد د فابریکې مشرانو او امنیتي کسانو کارګرو ته ویلي وو چې اور د تمرین په خاطر لګېدلی ځکه نو کارګر په اور کې ایسار پاتې شول او د تيښتې وخت یې له لاسه ووت.

څیړونکي وايي په دغه نهه پوړیزه ودانۍ کې د بیړنیو حالاتو پرمهال د تیښتې لارې هم نه وې او یو شمېر کسانو چې ځانونه تر دروازو رسولي وو دروازې یې پرمخ له بهر نه تړلې وې.

په اور کې ډېری وژل شوي کارګر هغه ښځې وې چې د میاشتې په ۳۷ ډالرو یې په دغې فابرېکې کې کار کاوه.

دغې فابریکې د لویو کمپنیو لپاره جامې کنډلې.

تر دې پېښې څو میاشتې وروسته د پلازمېنې ډاکې په لمنو کې د رنا پلازه په نامه د جامو کنډلو فابریکې ودانۍ نسکوره شوه او ۱۱۳۵ کسان په کې ووژل شول.

له چین وروسته بنګله دېش دوهم هېواد دی چې د لویو کمپنیو لپاره په پراخه پیمانه جامې په کې کنډل کېږي او د دغه هېواد د اقتصاد ډېر تکیه هم پر همدې برخې ده.

ورته مطالب