امریکایی پوځي روس ته د جاسوسۍ په تور ۳۰ کاله بندي شو

هافمن د انځور حقوق AP
Image caption هافمن د ۲۰۱۲ کال دسمبر کې ونیول شو، خ د تېر کال اګست میاشت کې په جرم کولو تورن شو.

یوې امریکايي محکمې روسیې ت د جاسوسي د هڅو په تور د خپلو سمندري ځواکونو یو غړی په ۳۰ کلونو بند محکوم کړی.

د ویرجینیا ایالت نورفولک فدرالي محکمې ۴۰ کلن رابرټ هافمن روسي جاسوسانو ته د معلوماتو په ورکولو تورن کړی.

دغه روسي جاسوسان په حقیقت کې د فدرالي پولیسو کارکوونکي، چې په چل یې د ده شخصیت معلوماوه.

څېړونکو ویلي، چې هافمن د امریکايي بېړۍ د شفر یو تخنیک کار و، چې د بېړیو د خوځښت په اړه یې معلومات افشا کول.

د لوی څارنوالی مرستیال جان کارلین تر پرېکړې وروسته وویل "د امریکا د پټو پوځي معلوماتو د افشا کولو په دې هڅې سره هافمن غوښتل، چې د امریکا عامه خدمتونو د غړو ژوند او په ټوله کې هېواد له خطر سره مخامخ کړي".

دی زیاتوي چې محکمې دغه پرېکړه د هغو کسانو لپاره پند کېدای شي چې په وینا یې "زموږ د ملي امنیت پټ رازونه" افشا کول غواړي.

هافمن د ۲۰۱۲ کال دسمبر کې ونیول شو، خ د تېر کال اګست میاشت کې په جرم کولو تورن شو.