د الجزایر یوه الوتکه رالوېدلې - ۷۷ کسان وژل شوي

Image caption دا په لسو کلونو کې د الجزایرۍ الوتکې سخت ټکر دی

د الجزایر په شمال ختیځ کې یوه پوځي الوتکه غورځېدلې چې تر ۷۷ کسان یې وژلي دي.

د النهار تلویزیوني خصوصي شرکت خبر ورکړی چې دا الوتکه د امّ البواقي په ولایت کې ولوېده.

دا سیمه له پلازمېنې ۳۸۰ کیلومتره واټن لري.

منابع وایي چې د قسنطينه او امّ البواقي ترمنځ سیمه کې وغورځېده.

امبولانسونه سیمې ته رسېدلي چې وژل شوي را وباسي او ټپي شوي روغتونونو ته ورسوي.

باور دادی چې د وژل شوو زیاته برخه پوځيان دي.

د النهار رپوټونه وایي چې الوتکې پوځيان او د دوی د کورنۍ غړي لېږدول.

یوې سیمه ییزې راډیو رپوت ورکړی چې د هېرکولېس سي په دې الوتکه کې یو تن ژوندی موندل شوی دی.

په ۷۱ موندل شوو جسدونو کې ښځې او ماشومان هم شته.

له پوځي الوتکې سره د اوم البوغي او کنستانتين ترمنځ سیمه کې اړیکه پرې شوه.

الوتکه له فېرتاس غره سره ټکر شوه چې له پلازمېنې الجیر څخه ۳۸۰ کیلومتره لرې پروت دی.

د یوه پوځي چارواکي، ډګروال لحمدي بوګېرن له خولې ویل شوي چې خرابه هوا او بادونه د الوتکې د غورځېدو سبب ګرځېدلی دی.

الوتکې ۹۹ مساپر لېږدول چې زیاته برخه يې پوځيان او د دوی د کورنۍ غړي وو.

د یوې پوځي سرچینې له خولې په وژل شوو کې د عملې څلور تنه هم دي.

دا په الجزایر کې په لسو کلونو کې د الوتکې تر ټولو ویجاړوونکی ټکر دی چې د هېرکولېس الوتکه پکې ښکېل ده.

په ۲۰۰۳م کال کې د بویېنګ ۷۳۷ الوتکه هغه مهال ولوېده چې د تامان راسېت له هوایې ډګره والوتله.

هغه مهال په الوتکه کې ۱۰۳ تنه مساپر ووژل شول.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption امّ البواقي ولایت کې د الوتکې پېښه کې قربانیان امبولانسونو لېږدولي دي.
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ژغورندویه ډلې د قربانیانو په رایستلو تر ناوخته پورې بوختې وې.
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ولسمشر د قربانیانو له کورنۍ سره غمشریکي کړې، چې زیاتره یې پوځيان دي.

ورته مطالب