چین او تایوان په لوړه کچه سره غږېږي

د انځور حقوق AP
Image caption تايوان غواړي په دواړو غاړو کې دايمي استازي دفترونه وي او خپلمنځی پوهاوى زيات شي

د چین او تایوان ترمنځ د حکومتونو په کچه لومړنۍ خبرې اترې پیل شوې دی.

دواړه حکومتونه هوکړې ته سره ورسېدل چې اړیکي به ښه کوي او اوسنۍ خبرې اترې یې د دواړو هېوادنو تر منځ د اړیکو نوی فصل وباله.

د اوسنیو خبرو اترو د اجنډا په اړه ډېر څه نه ویل کېږي خو هغو ته د باور جوړولو د بهیر په سترګه کتل کېږي.

دا له ١٩٤٩ کاله راهیسې چې په چین کې کورنۍ جګړه پای ته ورسېده، د چين او تايوان د تر ټولو لوړ پوړو چارواکو لومړنۍ خبرې اترې دي.

تېر تاريخ ته په پام د لوړ پوړو چارواکو دا غونډه په ننجينگ کې ترسره کېږي چې د ملت پالي حکومت په پېر کې تر هغو د چين پخوانۍ پلازمېنه وه چې دوى د کمونست ځواکونو له خوا وشړل شول او تاويوان ته وتښتېدل.

پر خاورې د دواړو غاړو دعواوو او لانجو ته په پام سره د غونډې په تالار کې بيرغونه نه وو او د چارواکو د نوم پر دړو د هغوى دنده او تړاو نه و ليکل شوى.

تايوان غواړي په دواړو غاړو کې دايمي استازي دفترونه وي او په دې توگه خپلمنځی پوهاوى زيات شي.

اړيکي وار د مخه مخ په ښه کېدو دي، چين د تايوان تر ټولو ستر سوداګریز ملگرى دى او تر ټولو ډېر گرځندوى يې هم له همدې ځايه راځي.

سوداگريزو تړونونو د تايوان د تکنالوژۍ شرکتونه هم په دې بريالي کړي چې لا پراخ شي او په چيني خاوره کې يې د ميلياردونو ډالرو پانگونه کړې ده.

خو که اقتصادي اړيکي سره نږدې کېږي، نوپه سياسي هغو کې دواړه غاړې لا سره لرې دي.

دواړه غاړې هيله منې دي چې اوسنۍ خبرې اترې به د راتلونکو اړیکو لپاره لار پرانېزي.

چين په دې ټينگار کوي چې تايوان يې خپله خاوره ده او تر ١٥٠٠ ډېر توغندي يې ورته مخامخ کړي دي.

په داسې حالت کې به خبرې اترې د بيا پخلاينې په اوږده لاره کې لومړنى گام وي.

ورته مطالب