ایران ته د فرانسوي سوداګرو پر سفر د اوباما نیوکه

د انځور حقوق AP
Image caption فرانسوي ولسمشر هم وویل، چې امریکا او فرانسه د امریکا د ملي امنیت له خوا د فرانسوي وګړو د تیلېفوني اړیکو د اورېدو په تړاو رامنځ ته شوې ترینګلتیا حل کړې ده

د امریکا او فرانسې ولسمشرانو د هغو شرکتونو د ټینګو څارلو ژمنه کړې، چې پر ایران یې له بندیزونو سرغړونه کړې ده.

دوی وایلي، چې اټکل دی، سرغړوونکو ته سزا ورکړل شي.

اوباما له فرانسوي ولسمشر فرانسوا اولاند سره په یوه خبري غونډه کې وویل، چې "د امریکا متحده ایالتونه پر ایران ‎ بندیز سرغړوونکو شرکتونو ته هېڅ نه وربښي".

اوباما دا څرګندونې وروسته تر هغه وکړې، چې د ځینو فرانسوي اقتصادي شرکتونو مشران په ایران کې د پانګونې د فرصتونو د بحث لپاره تهران ته تللي وو.

دوی غوښتل، چې له تهران سره د موټر جوړونې د رینو زاروا او تېلو ټوټل شرکت برخو کې له ایران سره همکاري وکړي.

د باور ترلاسه کول

بل خوا، دواړو ولسمشرانو (اوباما او اولاند) ټینګار وکړ، چې هېوادونه به یې د امریکايي استخباراتو له خوا د فرانسویانو د تیلېفوني اړیکو د اورېدو په برخه کې د حقایقو بربنډولو په تړاو همکاري وکړي.

امریکا ته فرانسوي ولسمشر د سفر پر دویمه ورځ، نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور د بېرته ښه کولو په تړاو خبرې وکړې.

د امریکا او فرانسې اړیکي وروسته تر هغه څه-ناڅه ترینګلي شول، چې په ۲۰۰۳ کال د هغه وخت د امریکايي ولسمشر جورج بوش په امر پر عراق یرغل وشو.

اوباما د تېرې سې شنبې ورځې غونډه کې وویل، چې دواړه هېوادونه دومره سره نژدې شوي، چې په وینا یې "په تېره یوه لسیزه کې هومره نه وو سره خواږه شوي".

فرانسوي ولسمشر هم وویل، چې امریکا او فرانسه د امریکا د ملي امنیت له خوا د فرانسوي وګړو د تیلېفوني اړیکو د اورېدو په تړاو رامنځ ته شوې ترینګلتیا حل کړې ده:

"غواړو له ترهګرۍ سره مبارزه وکړ، خو باید یو لړ اصول په پام کې ونیسو".

اوباما په راتلونکي جون کې فرانسې ته د اولاند له خوا د سفر بلنه ومنله.

ورته مطالب