پوتین د سي سي له "نوماندۍ" ملاتړ کوي

د انځور حقوق Reuters
Image caption مصري او روسي مشرانو په مسکو کې سره وکتل

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وایي ولسمشرۍ ته د مصري پوځ د مشر فیلډ مارشال فتاح السیسي له درېدو ملاتړ کوي.

ښاغلي پوتین په مسکو کې له ښاغلي سيسي سره د کتنې په ترڅ کې وویل د مارشال له هوډه خبر دی.

خو له دې سره سره په دې اړه مصري لوري لا څه نه دي ویلي.

فیلډ مارشال په تېر جولای کې د ولسشمر محمد مرسي په نسکورولو کې مهمه ونډه لرله.

د نوي اساسي قا نون له مخې باید د اپرېل په میاشت کې د ولسمشرۍ ټاکنې وشي.

خبریالان وایي شونې ده چې فیلډ مارشال سي سي ولسمشریزې ټاکنې وګټي.

د ده د ممکنه بري لامل د غښتلو سیالو کاندیدانو نشتوالی او د ده خپل شهرت او محبوبیت دی.

روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل زه پوهېږم چې تاسو د مصر د دفاع وزیر پرېکړه کړې چې د مصر ولسمشرۍ ته ځان کاندید کړئ.

زه تاسو ته د روسي ولس او ځان په استازیتوب بریالیتوب غواړم.

فیلد مارشال سيسي په مسکو کې له روسيې سره د پوځي تړون په اړه خبرې اترې کوي چې دوه مېلیارده ډالره ارزښت لري.

دا تړون تر هغه وروسته را مخې ته کېږي چې د امریکا متحدو ایالتونو پر مصر تر هغه وروسته کلنۍ پوځي مرستې بندې کړې چې د مصر ولسمشر محمد مرسي له واکه لرې کړای شو.

فیلډ مارشال سيسي وویل زما اوسنی سفر د روسیې او مصر ترمنځ د پوځي او تکنالوژيکي پرمختیاوو او همکاریو وړاندیز کوي. موږ هیله من یو چې دا همکاري ګړندۍ شي.

ورته مطالب