فېسبوک کې د جندر لپاره پنځوس اصطلاحات

د انځور حقوق AP
Image caption د فېسبوک په وینا اوسمهال یې نړۍ کې داسې سلګونه زره کاروونکي شته، چې خپل جنسیت یې پټ ساتلی.

امریکا کې د ټولنیزو اړیکو ویبپاڼې فېسبوک اعلان کړی، چې له دې وروسته یې کاروونکي کولای شي، د خپل جنسیت څرګندولو لپاره له ۵۰ ډېر اصطلاحات وکاروي.

د فېسبوک امریکايي کاروونکي به له دې وروسته د خپل جنسیت لپاره یوازې نارینه او ښځینه نه کاروي، بلکې کولای به شي چې په خپل فېسبوک پېژندپانه (پروفایل) کې د خپل جنسیت لپاره له ۵۰ بېلا بېلو اصحلاتو یو خوښ کړي.

په دغو کسانو کې د دوه ګوني جنسیت ځانګړنې درلودونکي، جنسیت بدلونکي او داسې کسان شامل دي، چې ځان د مخالف جنسیت اړوند بولي.

فېسبوک د دې لپاره له همجنس بازانو، دواړو جنسونو سره اړیکو درلودونکو او هغو کسانو سره مشورې کړې، چې جنسیت یې بدل کړی دی.

د فېسبوک په وینا اوسمهال یې نړۍ کې داسې سلګونه زره کاروونکي شته، چې خپل جنسیت یې پټ ساتلی.

خو د فېسبوک چارواکو تر اوسه نه دي ویلي، چې نوره نړۍ کې به کله دغه اصطلاحات کاروول پیل کړي.

د فېسبوک یوه انجنر اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي، د ډېرو کسانو لپاره به دا یوه بې معانا خبره وي، خو نړۍ کې داسې ډېر کسان شته، چې ترې اغېزمن کېږي.

لاس انجلس کې د بي بي سي خبریال وايي، دې نه معلومېږي، چې امریکا کې د جنسیت بدلولو کمپاېن څومره ژورې اغېزې لري.

دغه کمپاېن کې د همجنس بازانو لپاره هم د مساوي حقونو غوښتنه کېږي.

سانفرانسسکو کې د ټرانس جینډر قانوني مرکز د دغه اقدام هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې ډېری جنسیت بدلونکي به له دې کبله خوشحال شي.

د ۲۰۱۱ کال یوه سروې ښيي، چې د امریکا د ټول نفوس صفر اعشاریه درې سلنې (اوه لکه کسانو) خپل جنسیت بدل کړی دی.

ورته مطالب