کېري: چین خبرو ته د شمالي کوریا راضي کولو ژمنه کړې

د انځور حقوق AFP
Image caption جان کېري له خبریالانو سره په خبرو کې چین وستایه چې په وینا یې له امریکا سره یې خپل غږ یوځای کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزېر وايي چین ورسره ژمنه کړې چې شمالي کوریا به د دغه هېواد د اتومي پروګرام په اړه خبرو ته په راوستلو کې مرسته وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر چې اسیا ته د خپل سفر په ترڅ کې د چین پلازمېنې بیجینګ ته تللی و، د چین له ولسمشر او نورو لوړ رتبه چارواکو سره یې ولیدل او د شمالي کوریا د اتومي پروګرام ترڅنګ یې د اقلیم د بدلون، بشري حقونو، قانون پلي کولو، سوریې او ایران په اړه ورسره خبرې وکړې.

له چینايي چارواکو سره تر خبرو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له خبریالانو سره په خبرو کې چین وستایه چې په وینا یې له امریکا سره یې خپل غږ یوځای کړ او له شمالي کوریا غواړي چې له خپل اتومي پروګرام نه لاس په سر شي. نوموړي وویل له چین نه یې غوښتنه کړې چې خپل ټول وس وکړي چې خپل دغه کمونیست ګاونډی هېواد د اتومي پروګرام په اړه بیا د خبرو میز ته راولي.

ښاغلی کېری وايي چینايي چارواکو ورته ویلي چې دوی به شمالي کوریا له خپل اتومي پروګرام نه د لاس په سرکولو لپاره اضافي ګامونه پورته کړي خو هغه دا ونه ویل چې دا ګامونه به څه وي.

خو د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې هېواد به یې هېڅ کله په شمالي کوریا کې ګډوډۍ یا جګړې ته اجازه ورنه کړي.

وانګ یي وویل هېواد یې نه یوازې په دې کې بلکې د خپلو ژمنو په برخه کې هم جدي دی.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري وايي شمالي کوریا باید همدا اوس له خپل اتومي پروګرام نه د لاس په سر کېدو په برخه کې پاخه، مانا داره او بېرته نه ګرځیدونکي ګامونه پورته کړي.

ورته مطالب