د انګلستان سویل کې اووه مشکوکې کڅوړې موندل شوې

د انځور حقوق
Image caption د ډاګ خانې او پوځي دفترونو چارواکو ته ویل شوي چې هوښیار اووسي.

د برتانیا د حکومت په وینا هغه اوه مشکوکې بستې چې د انګلستان په سویل کې په پوځي دفترونو کې اېښودل شوې وې له نښو نښانو یې ښکاري چې په شمالي ایرلنډ کې له ترهګرۍ سره تړاو لري.

د بېړنیو حالاتو غونډې ته چې مشري یې د برتانیا لومړي وزیر ډېوېډ کامېرون وکړه وویل شول، چې له دې اوو بستو نه په څلور کې یې اومه خو د کار توکي موندل شوي.

د بي بي سي د کورنیو چارو خبریال ماټ پروجر په خپل رپوټ کې وايي، دغه مشکوکې بستې په اکسفورډ، سلاو، برایټن او د کنټربري په ښارونو کې په پوځي دفترونو کې اېښودل شوې وې.

درې نورې په چیتم، الډرشاټ او ریډېینګ کې په پوځي ځایونو کې اېښودل شوې وې.

له دې بستو نه د ترلاسه شویو توکو په اړه ویل شوي چې کوچني او اومه دي خو احتمالاً د کار توکي دي.

له دې بستو نه یوه یې د ډاګ خانې یوه نښه لري چې ترې څرګنډېږي چې له شمالي ایرلنډ نه استول شوې ده.

د ډاګ خانې او پوځي دفترونو چارواکو ته ویل شوي چې هوښیار واووسي.

په شمالي ایرلنډ کې په وروستیو میاشتو کې د یو شمېر بریدونو پړه پر مخالفو ډلو واچول شوه خو د برتانیا په اصلي سیمو کې داسې کوم برید له ۲۰۰۱ کال راهیسې نه دی شوی.

ورته مطالب