' سوریې کې له بشري حقونو سرغړونې دوام لري '

د انځور حقوق AFP
Image caption د تېرو اونیو مودې کې سوریه کې جګړه زیاته شوې ده.

د ملګرو ملتو د بشري مرستو همغږې کوونکې، والري اموس امنيت شورا ته ويلي، دا د منلو نه ده چې په سوريې کې ښکېلې غاړې له نړيوالو قوانينو او بشري حقونو بربنډو سرغړونو ته دوام ورکړي.

دې له امنيت شورا په ټينګه وغوښتل چې دغه هېواد ته د زيات لاسرسي لپاره يو پرېکړه ليک تصويب کړي.

مېرمن اموس وايي، جنګي ډلې د ملکيانو د خونديتوب ساتلو مسووليت کې پاتې راغلي او د سوريې ټولنيز جوړښت شلېدو ته ورنژدې شوی دی.

په حمص ښار کې اوربند د دريو نورو ورځو لپاره غځېدلی، چې د ياغيانو تر کنترول لاندې سيمو نه خلکو ته د وتلو فرصت پيدا شي.

خو والري اموس وايي هغه موافقه چې د حمص په تړاو شوې اوږد مهاله حل نه دی.

والري اموس وايي:

' ۱۴ میاشتې مخکې مې امنیت شورا ته د حمص په هکله خبرداری ورکړی و. موږ تر اوسه توانېدلي یو، له دغه ښاره ۱۲۰۰ کسان بهر ته ولېږدوو او ۲۵۰۰ کسانو ته مو خواړه او دارو درمل رسولي دي. دا د منلو نه ده، چې د شورا له لوري د اقدام غوښتنې له وخته تر اوسه څلور میاشتې تېرې دي او د ښکېلو اړخونو له لوري لا هم د هوکړې برالا سرغړونه کېږي. ښکیل لوري د ملکي خلکو ساتنې په مسوولیت کې په بشپړه توګه پاتې راغلي، موږ پوهيږو، چې هغه هېواد کې جګړه روانه ده، خو جګړه هم ځيني اصول لري.'

د تېرو اونیو مودې کې سوریه کې جګړه زیاته شوې ده او دواړه لوري هڅه کوي، د جینیوا سولې خبرو کې کې خپل حیثیت زیاتولو لپاره زیاته سیمه خپله ولکه کې راولي.

Image caption که دغې چارې تر سره کولو ۱۴ میاشتې وخت نیولی چې لا هم دوه نیم لکه کسان ایسار پاتې دي، نو زما لپاره ګرانه ده، چې ووایم دا یوه مناسبه بېلګه ده. ویلاري اموس

د سوریې بشارالاسد حکومت او مخالفانو تر منځ یې تر اوسه خبرې بې پایلې دي. د چهارشنبې ورځې خبرو کې هم دواړه لوري و نه توانېدل د ګډې اجنډا په رامنځ ته کولو بریالي شي.

خو بل لور ته د سوریې لپاره د عرب لیګ او ملګرو ملتونو استازی لخضر براهیمي هیله مند دی. نوموړی وايي، د امریکا متحده ایالتونو او روسیې ډاډ ورکړی، چې د دغه ځنډ له منځه وړلو لړ کې به ورسره مرسته وکړی.

سوریې کې د درې کلنې جګړې له کبله لکونه کسان اغېزمن شوي دي، خو د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم د سوريې اوسېدونکو ته مرستو رسولو لړ کې وېشلې ده.

خبریالان وايي، امریکا، برتانیا او فرانسه دغې موضوع په اړه د داسې پرېکړه لیک غواړي، چې سخت ټکي پکې کارول شوي وي، خو روسیه یې پلوي نه کوي او یوه متبادله مسوده یې وړاندې کړې ده.

د ۲۰۱۱ کال مارچ کې سوريې کې د حکومت مخالف پاڅون له پیله تر اوسه پورې تر ۱۰۰ زره ډېر کسان وژل شوي دي او تر ۹۵ لکه ډېر کسان اړ شوي، چې خپل کلي کورونه پرېږدي.