م.م. پر سوریه بل ناورین را راون دی

د انځور حقوق AP
Image caption ملګري ملتونه وایي زرګونه کسان د جګړو په منځ کې ایسار پاتې کېدلی شي

په داسې حال کې چې د دمشق له شمال لوېديځ ښاره زرګونه کسان په تېښته دي، ملګرو ملتونو په سوریه کې د بل ناورین خبر داری ورکړی دی.

د حکومت مخالفینو تر ولکې لاندې پر یابرود ښار حکومت سخت بریدونه کړي او له ښاره بهر پوځي تیاری روان دی.

داسې وېره ده چې ژر به دلته پراخ ځمکني عملیات پیل شي.

ملګري ملتونه وایي زرګونه کسان د جګړو په منځ کې ایسار پاتې کېدلی شي.

یابرود چې له لبنان سره پوله لري، د مهمو موادو رسولو په لاره کې دی.

ځکه دا ښار د دواړو خواوو لپاره خورا ارزښت لري.

له سوریې نه په را رسېدلو رپوټونو کې ویل شوي چې د یادودا په کلي کې په یوه جومات کې د ګاډي بمي برید کم ترکمه ۳۲ تنه وژلي دي.

ملګري ملتونه وایي په وژل شوو کې ۱۰ تنه ماشومان دي. لس دولس تنه نور ټپي شوي دي.

دولتي رسنیو د دې برید پخلی کړی خو د وژل شوو شمېره یې کمه ښوولې ده.

عیني شاهدان وایي برید هغه مهال وشو چې خلک له لمانځه نه د وتلو په حال کې وو.

بل لور ته په ژنېو کې د سوریې په اړه سوله ییزو خبرو اترو کې ځنډ او خنډ رامنځ ته شوی دی.

حکومت مخالف ویاند لوآی سافي وایي خبرې اترې په ټپه ولاړ حالت ته رسېدلې دي.

د سوریې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر فیصل مېقاد حکومت مخالفین پدې تورن کړل چې خبرو اترو ته له خیالي اجنډا سره راغلي دي.

په ژینیو کې د خبرو اترو پنځمه ورځ ده او هغوی دویم پړاو ته ننوتې دي، خو د بشار الاسد د حکومت او مخالف پلاوي سره بېل شوي دي.

د سوریې حکومت ټینګار کوي چې له ترهګرو سره جنګېږي خو مخالفین وایي داسې منځمهالې ادارې ته اړتیا ده چې د هېواد چارې تر ټاکنو پورې پر مخ بوزي.

ښاغلي لوآی وویل حکومتي پلاوي هېڅ ډول غبرګون نه دی ښوولی.

هغه وویل"حکومت یو څه وایي او بل څه کوي، ځکه دوی سیاسي عزم نه لري."

داسې عزم چې دموکراسي راولي او د سولې په برخه کې د خلکو په وړاندې مسولیت وښيي.

خو حکومت ټینګار کوي چې د ولسمشر اسد د لرې کولو په اړه پوښتنه نه پیدا کېږي.

د سوریې مرستیال وزیر زیاته کړه" زه په ژوره توګه خواشینی یم چې ووایم د خبرو اترو اوسني پړاو هېڅ تر لاسه نه کړی شول."

دا لا نه ده روښانه چې د ملګرو ملتونو منځګړی لخضر براهیمي به د خبرو اترو د دریم پړاو لپاره هلې ځلې وکړي او کنه؟

خو نوموړي وویل روسیه او امریکا به هڅه وکړي چې د سولې د خبرو اترو بل پړاو ته لوري وهڅوي.

ورته مطالب