شيعه ملا مقتدا صدر له سیاست نه لاس اخیستی

د انځور حقوق 1
Image caption حکومت په ۲۰۰۴ کال کې د يوه مخالف ملا د وژلو په تړاو د ښاغلي صدر د نيولو حکم ورکړ

د عراق راديکاله شيعه ملا مقتدا صدر په خپله وېبپاڼه کې په قلم د يوه پرليکه شوي ليک په ترڅ کې له سياست نه خپله استعفا اعلان کړې ده.

دغه وينا پاڼه وايي په راتلونکې کې به د حکومت پر هېڅ څوکۍ کار ونه کړي او نه به هم د پارلمان غړی وي.

ښاغلی صدر او د هغه د ملېشې ډلې (مهدي لښکر) په ۲۰۰۳ کال کې پر عراق د امريکا له بريد وروسته پر ځينو ولايتونو واک درلود.

خو دغه ۴۰ کلن ملا په وروستيو کلونو کې وروسته له هغه چې له لومړي وزیر نوري المالکي سره يې جنجالونه راوټوکېدل ځينې سيمې له لاسه ورکړې.

ښاغلي صدر ويلي، دی به پرته له ځينو مرستندويه او خيريه دفترونو نور ټول وتړي.

په شيعه مذهبي کورنۍ کې زېږيدلي دغه ملا ۱۱ کاله وړاندې د صدام حسين له پرځېدو وروسته پخپلو خطبو او مرکو کې د امريکا ضد ويناوې کولې.

د ښاغلي صدر ملاتړو بيا بيا له امريکايي ځواکونو سره، چې له عراق نه يې د امريکايي ځواکونو د وتو پرله پسې غوښتنه کوله، نښتې کړي دي.

په ۲۰۰۴ کال کې د يوه مخالف ملا د وژلو په تړاو د ښاغلي مقتدا صدر د نيولو حکم ورکړای شو.

جلاوطنه ملا

د ده پلوي د ملېشو ډله دغه راز له ۲۰۰۶ نه تر ۲۰۰۷ پورې د فرقه يي شخړو پر مهال د زرګونه سنيانو پر وژلو، ځورولو او تښتولو پړه پېژندل شوې ده.

دغه مهال ښاغلی صدر ايران ته تښتېدلی و.

په ۲۰۰۸ کال کې د هغه د (مهدي لښکر) ملېشو له عراقي ځواکونو سره چې د قومندې چارې يې لومړي وزیر نور المالکي پر غاړه لرلې، ونښتل.

په دغه نښته کې زيات کسان ونيول شول او د ښاغلي صدر ډلې وويل دوی خپلې وسلې پر ځمکه ايښي او تيت پرک شوي.

دغه ملا وروسته له لومړي وزیر نوري المالکي سره د هغه د دويم ځل ټاکل کېدو وروسته اوربند وکړ.

د صدر ډله په حکومت کې ښکېله شوه او له ټاکنو وروسته يې څو وزارتونه ترلاسه کړل.

په ۲۰۱۱ کال کې مقتدا صدر له هغې جلاوطنۍ بيرته راستون شو، چې خپله يې کړې وه او د عراق د يو ځای کېدو او يووالي غږ يې وکړ.

ورته مطالب