لخضر براهيمې د سولې خبرو د روانېدو هڅې کوي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د سوريې د سولې خبرې له تېرو پنځو ورځو راهيسې په جنيوا کې روانې وې

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی نن په جنيوا کې د ښکېلو خواو ترمنځ په ټپه درېدلو خبرو د پر مخ بیولو هڅه کوي او غواړي چې د سولې خبرې ژوندۍ پاتې شي.

د خبرو په دویم پړاو کې هیڅ پرمختګ نه دی شوی او ښاغلي لخضر ابراهیمي اعتراف کړی چې نه بریالیتوب په څېره کې راڅرګندیږي.

څېړونکي وايي ښه به دا وي چې ملګري ملتونه د بل پړاو خبرو ته د ورتګ په موخه له دواړو خواوو ژمنې ترلاسې کړي.

راپورونه وايي په جنيوا کې د سوريې د سياليو ډلو د استازو ترمنځ خبرې په ټپه درېدلي دي.

د اپوزېسيون يو وياند لوای سافي وايي خبرې يو پر بل د نيوکو له امله له خنډ او ځنډ سره مخامخې شوې دي.

ده د خبرو د ټکني کېدو پړه پر حکومتي پلاوي واچوله.

ښاغلی سافي وايي: ''هغسې چې خبر ياست او دا کومه پټه خبره هم نه ده، خبرې په ټپه ودرېدې. داسې يو پړاو ته رسېدلي يو چې پرمختګ امکان نه لري. يوې بلې داسې ډلې ته اړتيا لرو چې غواړي له سياسي حل سره مرسته وکړي. رژيم چې تر اوسه کوم پلاوی رااستولې له هغې مو کوم مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی''.

ښاغلی سافي وايي حکومت په ښکاره يو څه وايي او کوي بل څه، ځکه په خبره يې دوی سياسي اراده نه لري، داسې عزم چې دموکراسي راولي او د سولې په برخه کې د خلکو پر وړاندې مسووليت وښيي.

خو د سوريې د بهرنيو چارو مرستيال وزير فیصل مقداد مخالفين په دې تورن کړل چې خبرو اترو ته له خيالي اجنډا سره راغلي دي.

ښاغلی مقداد وايي: ''زه فکر کوم هغه کسان چې خبرو اترو او له ترهګرۍ سره مبارزې ته چانس نه ورکوي د سوريې د خلکو ملګري نه دي. هغوی چې له سوري ولس سره خواخوږي لري باید د وينې تويېدو مخه ونيسي''.

دا په جنيوا کې د خبرو اترو پنځمه ورځ ده.

د سوریې حکومت ټینګار کوي چې له ترهګرو سره جنګېږي خو مخالفین وایي داسې منځمهالې ادارې ته اړتیا ده چې د هېواد چارې تر ټاکنو پورې پر مخ بوزي.

خو حکومت ټینګار کوي چې د ولسمشر بشار لاسد د لرې کولو په اړه پوښتنه نه پیدا کېږي.

دا لا نه ده روښانه چې د ملګرو ملتونو منځګړی لخضر براهیمي به د خبرو اترو د دریم پړاو لپاره هلې ځلې وکړي او کنه؟

خو نوموړي وویل روسیه او امریکا به هڅه وکړي چې د سولې د خبرو اترو بل پړاو ته ښکېل لوري وهڅوي.

ورته مطالب