د سوریې د سولې خبرې بې پایلې پائ ته ورسېدې

د انځور حقوق AFP
Image caption جینوا کې د سولې په خبرو کې د نه پرمختګ له امله د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو استاز لخضر براهیمي د سوریې له خلکو بښنه وغوښته.

د ملګرو ملتونو له خوا د سوریې د سولې په خبرو کې مینځنګړي لخضر براهیمي وروسته له هغه د سوریې له خلکو بښنه وغوښته چې د سولې خبرې له کوم پرمختګ پرته پائ ته ورسېدې.

نوموړي په جینوا کې د سوریې له حکومتي استازو او مخالفینو سره د خبرو د په ټپه ولاړ حالت د ماتولو لپاره وروستۍ خبرې وکړې چې یوې پریکړې ته سره ورسېږي خو بریالی نه شو.

ښاغلي براهیمي وویل چې د خبرو د پائ ته رسېدو اصلي لامل دا وه چې حکومتي استازو د انتقالي حکومت په اړه له خبرو کولو ډډه کوله.

له جینوا نه د بي بي سي خبریاله ایمجن فولکس په خپل رپوټ کې وايي د سولې د خبرو د دویم پړاو وروستیو خبرو ۲۷ دقیقې دوام وکړ چې ترې وروسته ښاغلی براهیمي د خبریالانو پر وړاندې په داسې حال کې څرګند شو چې ستړی ښکارېده.

ښاغلي براهیمي له خبریالانو سره په خبرو کې د سوریې له خلکو بښنه وغوښته او زیاته یې کړه چې د سولې له دې خبرو ډېر څه ترلاسه نه شول.

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو استازي لخضر براهیمي وویل که څه هم دواړو خواوو د سولې د خبرو د دریم پړاو په اړه موافقه کړې وه خو حکومت د ده وړاندیز چې د دریم پړاو په خبرو کې دې یوه ورځ د تاوتریخوالي او ترهګرې په اړه خبرې وشي او بله ورځ دې د انتقالي حکومت په اړه رد کړ ځکه نو د خبرو د دریم پړاو لپاره نیټه نه ده ټاکل شوې.

د ښاغلي براهیمي په وینا د حکومتي استازو له خوا د انتقالي حکومت په اړه له خبرو کولو نه ډډه مخالفین شکمن کړي چې حکومتي استازي د انتقالي حکومت په اړه هیڅ خبرې کول نه غواړي.

اخوا د دولتي استازو مشر مرکچي بشر الجعفري ټینګار کوي چې لومړی باید د ترهګرې او یاغیانو له خوا د تاوتریخوالي موضوګانې هوارې شي.

د انځور حقوق AP
Image caption د ۲۰۱۱ کال د مارچ په میاشت کې سوریه کې د کړکیچ له پېل راهیسې تراوسه څه باندې ۱۰۰ زره کسان وژل شوي دي.

نوموړي وايي موږ نه شو کولای چې یوه موضوع پرېږدو او د بلې په اړه خبرې وکړو او دا هغه څه دي چې مخالفین یې ردوي.

بله خوا د مخالفینو ویاند لویې سافي ویلي چې د انتقالي حکومت په اړه په خبرو کې به بشارالاسد شامل نه وي، هغه څه چې حکومت یې ردوي.

ښاغلي سافي ویلي چې په دې ډول به د خبرو دریم پړاو د وخت ضایع کول وي.

د سولې د خبرو مینځګړي لخضر براهیمي په پائ کې له دواړو خواوو وغوښتل چې بېرته ستانه شي او په دې هکله سلا مشورې وکړي چې آیا د خبرې دوام غواړي او کنه؟

د ۲۰۱۱ کال د مارچ په میاشت کې په سوریه کې د پیل شوې کړکیچ له امله تراوسه څه باندې ۱۰۰ زره کسان وژل شوي او ۹ اعشاریه پنځه میلیونه سوري وګړي د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوي دي.

خبریالان وايي ګومان کېږي چې په جینوا کې د جنورۍ په ۲۲ مه د سولې د خبرو له پیل راهیسې لږ ترلږه پنځه زره کسان په سوریه کې وژل شوي دي.

ورته مطالب